شیخ زاید پوهنتون اداره د ناورینونو او بحرانونو پرمهال تل د ولسونو ترڅنګ پاتې شوې ده

szu_admin
أربعاء, يوليو 06 2022 2:23 مساء
Khost Quick earth

د زلزلي د بدمرغه ناورین رامنځته کېدو سره سم د شیخ زاید پوهنتون ادارې کاري سټاپ زلزله ځپلو سیمو سره همکارۍ ته ځانګړی کړی دی، د پېښې رامنځته کېدو سره سم د ياد پوهنتون رهبرۍ، ادارې او په ځانګړي ډول دشیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون مواظف ډاکتران او شته امکانات یې د پیښې ځای ته رسیدلې دي، چې د ناورين په لومړيو کې د شپې تر یوې بجې پورې عملاُ د زلزله ځپلو سره په طبي همکاریو بوخت وو.

zalzala

نن ورځ شیخ زاید پوهنتون ادارې د نغدي مرستو په لړکې (د شیخ زاید پوهنتون مخلصو او په وطن مینؤ محصلینو د زلزله ځپلو هېوادوالو سره غم شریکې او مرسته) ترسلیک لاندې پیل کړه، چې د شیخ زاید پوهنتون ادارې ترڅنګ د محصلینو فعاله ونډه اخېستنه ددې ثبوت وړاندې کوي، چې د افغانانو درد یو دی او ډېر په اخلاص سره به خپلې مرستې کوي.

zalzala

واقعًا ستاسې یوه افغانۍ مرسته په دغه غمجن وخت کې حياتي ارزښت لري؛ ځکه چې په يادو زلزله ځپلو سیمو کې بشري ناورین دی او خلک یې ستاسې مرستو ته اړتیا لري.

zalzala

 

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS