شیخ زاید پوهنتون کې د خوست والي مولوي محمد نبي عـ.مري لپاره مننغونډه

szu_admin
خميس, أكتوبر 13 2022 9:09 صباحا
appreciation Letter

شیخ زاید پوهنتون کې د خوست ولایت والي مولوي محمد نبي عـ.مري څخه د خوست ولایت بېلا بېلو بنسټونو په ځانګړي ډول له شیخ زاید پوهنتون سره د هغه د زياتو همکاریو په پار د مننې غونډه تر سره شوه.

په یاده غونډه کې د خوست ولایت والي ښاغلي مولوي محمد نبي عم.ري، د شیخ زاید پوهنتون رئیس انجینر همایون معاویه، د شیخ زاید پوهنتون علمي، اداري او محصلانو چارو مرستيالانو، د بېلا بېلو پوهنځیو رئیسانو، د ولایت مقام د عامه اړیکو مسؤل اختر محمد عکرمه، د شیخ زاید پوهنتون استادانو، اداري کارمندانو او د رسنیو مسؤلینو ګډون درلود.

غونډه د قاري واحدالله واحدي په تلاوت پیل او د شیخ زاید پوهنتون د ټولو استادانو په استازیتوب د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد ولید اسحق زي خبرې وکړې، نوموړي د خوست والي ښاغلي عـ.مري څخه د خوست ولایت په بېلا بېلو برخو کې په ځانګړي ډول د شیخ زاید پوهنتون سره د بې شمېره همکاریو مننه وکړه، نوموړي ته یې په راتلونکو ورسپارل شویو مسؤلیتونو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

Qari Walid

ورپسې د خوست والي مولوي محمد نبي عـ.مري خبرې وکړې او ویې ویل، چې په تېرو شلو کلونو کې د هېواد بېلا بېلو برخو زيات زيان موندلی دی، چې رغول یې وخت او حوصلې ته اړتیا لري، مونږ شپه او ورځ د دې ملک د ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار کوو او د الله ج څخه مو غوښتنه دا ده، چې دا هېواد په خپلو پښو ودرېږي، نوموړي زياته کړه، چې دا خاوره د مسلمانانو ده او تل به اسـ.لامي نظام پکې چلیږي، د پوهنتون هر محصل باید په خپله برخه کې دې خاورې ته کار وکړي، په هغو کارونو کې چې دوی پوهه لري، مونږ ته دې مشورې راکړي او د هر ډول عقیدوي تفرقي څخه دې په ټولنه کې مخنیوی وکړي.

Governer of khost

په پای کې ښاغلي عـ.مري او د شیخ زاید پوهنتون رئیس معاويه ته د مننې په پار د پښتني دود له مخې د برم او عزت چپنې او پکړۍ ور په سر کړل شوې، همدارنګه هغه ستاینليک چې د شيخ زايد پوهنتون استادانو لخوا برابر شوی و، د شيخ زايد پوهنتون رئیس او استادانو په لاس ښاغلي عـ.مري ته ورکړل شو.

Appreciation letter

غونډه د پوهنتون د اداري چارو مرستيال مولوي محمد شفیق رشاد لخوا د عایې په ویلو پای ته ورسيده.

 

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

 

د شیخ زاید پوهنتون فسبوک پاڼې ته مراجعه کولی شۍ!

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS