د شیخ زاید پوهنتون علمي شورا خپله نوبتي ناسته تر سره کړه.

szu_admin
أربعاء, سبتمبر 27 2023 2:05 مساء
szu

د شیخ زاید پوهنتون علمي شورا خپله نوبتي ناسته تر سره کړه.

یکشنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د تلې مياشتې ۲مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د ربیع الاول مياشتې له ۹مې نيټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته تر سره شوه، چې د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستيال او سرپرست ښاغلي سید اسماعيل روحاني، د پوهنتون معاونینو، د پوهنځيو رئیسانو او استادانو پکې ګډون کړی و.

ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست سید اسماعیل روحاني پرانیستونکې خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې په چارو کې د همغږي او ښه تنظیم په اړه وغږيد.

په یاده ناسته کې د ځینو استادانو په علمي ترفیعاتو، نویو ګمارل شویو استادانو او یو شمېر متفرقه مسائلو باندې بحث ترسره شو، چې په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې او ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS