دیدګاه و رسالت پوهنځی ژورنالیزم و ارتباط عامه
د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی:
لرليد: (Vision )
د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی به د هيواد په کچه د ژورناليزم او عامه اړيکو په برخه کې مخکښه علمي اداره وي او په دې ډګر کې به د وخت غوښتنو په پام کې نيولو سره ټولنې ته علمي او مسلکي کادرونه او خدمتونه وړاندې کوي.
ماموريت: (Mission)
د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی ټولنې ته د ژورناليزم او عامه اړيکو په برخه کې په علمي او کاري تجربو سمبال کادرونه وړاندې کول.
موځې:
- له وخت سره سم د ژورنالېزم په برخه کې مسلکي او تجربه لرونکي کادرونه روزل.
- ځوانو کادرونو ته د ورځنيو مهمو پېښو په اړه د انتقادي فکر، تحليل او شننې وړتيا وربښل.
- د ژورنالېستيکو څېړنو او پلټنو کړنلارې محصلانو ته ښودل.
- په مسلکي بڼه د ورځنيو رسنيزو چارو د مديريت او رهبرۍ وړتيا لرل.
- د نړيوالو ژورنالېستيکو معيارونو او مطبوعاتو ازادۍ پالونکي او افغاني ټولنې ارزښتونو ته ژمن کادرونه روزل.
- د عامه اړيکو کمپاين پلان جوړ او عملي کړي.
- له رسنيو، ادارو او مطلوبو وګړو سره په اغېزمنه توګه خپل مالومات، پروګرامونه او توکي شريک کړي.
- د خلکو په وړاندې د خپلې ادارې غوره استازيتوب وکړي.
- د توکو او خدماتو د برانډ کولو، د ادارو او مطلوبو خلکو ترمنځ رښتيني باورونه رامنځ ته کړي.
- د ادارو او مطلوبو خلکو ترمنځ پوهاوی زيات او فاصلې را لنډې.