د شيخ زايد پوهنتون (۱۳۲) علمي کادرونو ته د ظرفيت لوړونې په موخه یو ورځينی ورکشاپ ورکړل شو.

szu_admin
۲۱

نن چهار شنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د لیندۍ مياشتې ۱۵مه نيټه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د جمادي الاول مياشتې له ۲۲مې نيټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون مسلکي پرمختیایي مرکز له خوا د پوهنتون رياست مقام د غونډو په تالار کې د څانګو آمرينو په شمول ۱۳۲ تنو علمي کادرونو ته د بريښنایي زده کړو او د لوړو زده کړو، زده کړه یيز مدیریتي سیستم (HELMS) په اړه یو ورځينی ورکشاپ ورکړل شو.

ياد ورکشاپ د پوهنتون مسلکي پرمختيایي مرکز له خوا برابر شوی و، چې د پوهنمل حبیب الله سلیمانزي، پوهنيار عبدالفتاح مفلح، پوهنيار نذير احمد نوري، پوهنمل خالد بشرمل، پوهنيار عبدالسمیع نوري او پوهنيار عبدالروف خاموش، پوهنيار محمد شريف حيدر او د ای ټي آمر نقيب الله نويد په همکارۍ وړاندې شو.

m

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د شیخ زايد پوهنتون محصلانو معاونيت کارکوونکو په ګډون د ټولو پوهنځيو څخه ۳۲ تدریسي او اجرائیه مديرانو لپاره یاد ورکشاپ وړاندې شوی و.

نشراتو او عامه اړيکو آمريت