محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه خبري او مطبوعاتي کنفرانس وړاندې شو.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۹:۳۴
zxdsf

نن سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د ميزان مياشتې ۲۴مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۱۲مې نېټې سره سمون لري، په دې اړه هغه مراسم چې د شیخ زاید پوهنتون رياست مقام په تالار کې برابر شوي و، د محصلانو چارو مرستيال پوهنیار مجاهد همت یار، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.

دغه خبري او مطبوعاتي کنفرانس چې د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو سربېره د نورو پوهنځیو محصلانو هم ګډون پکې کړی و.

په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د محصلانو چارو معاونیت د تېرو دوو ربعو پر فعالیتونو او لاسته راوړنو معلومات وړاندې شول چې په پای کې د مطبوعاتي کنفرانس د اصولو له مخې د محصلانو لخوا په کنفرانس کې د وړاندې شویو معلوماتو په اړه پوښتنې هم ترسره شوې.

د دغه مطبوعاتي او خبري کنفرانس جوړولو موخه د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو لپاره د مطبوعاتي او خبري کنفرانسونو سره آشنا کول و، چې په راتلوونکې ژورنالستیک ډګر کې ترې استفاده وکړي.

د یادولو وړ ده چې یاد پروګرام د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونيت ترچتر لاندې د محصلانو خدمتونو سمون او همغږۍ آمريت د رسنیو مرکز له لوري برابر شوی و.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

برای شفاخانه تدریسی دواها ''دارو'' به ارزش پنج و نیم میلیون افغانی خریداری شد.

برای شفاخانه تدریسی پوهنتون شیخ زاید، ۱۴۹ قلم دوا به ارزش پنج و نیم میلیون افغانی خریداری گردید. در این دواهای خریداری‌شده، انواع مختلف دوا شامل است که با آن، دواخانه شفاخانه تدریسی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۵۰
Background image
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۵۸
Background image

ریاست تضمین کیفیت و اعتباردهی وزارت محترم تحصیلات عالی در سال ۱۴۰۲ هـ.ش پوهنتونهای معتبر کشور را بررسی و ارزیابی نمود

 که از جمله پنج پوهنتون معتبر کشور، اعتبارعلمی و اکادمیک خویش را بدست آورد، که خوشبختانه پوهنتون شیخ زاید در بین این پنج پوهنتون معتبر و بزرگ نیز جای دارد. بنا براین اساس در یک مجلس. . .

BACK TO NEWS