د ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنخي محصلانو ته روزنیز ورکشاپ پیل شو.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور ۴ مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال المکرم میاشتي له ۲۶ مې نیټې سره سمون لري، د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د دویم ټولګي محصلانو د ظرفيت لوړونې په موخه د (خبرونو لوستل او انداز) په برخه کې دوه ورځنی رورنیز ورکشاپ پیل شو، چې د خبرونو په سرچینو، چمتووالي، د لوستلو انداز، په عملي ډول د خبرونو وړاندې کولو او ترتیبولو باندي عملي کار ترسره شو.
دغه ورکشاپ د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي اړوند شیخ زاید راډیو د نشراتو مدیر عثمان ستوري لخوا وړاندي شو.
د یادونې وړ ده؛ چې له دې وړاندې هم د ژورناليزم او عامه اړیکو پوهنځي الومړي ټولګي محصلانو ته د يادې راډيو مسؤلينو لخوا د میکسر پیژندنې، اډوب ایډیشن انسټال او پېژندنې تر عنوان لاندې روزنیر ورکشاپونه ورکړل شوي دي او په راتلونکي کې به هم دې ته ورته پروګرامو دوام ولري.
نشراتو او عامه اړيکو آمريت