د کمپيوټر ساینس، ژبو او ادبياتو پوهنځيو څخه ۲۵۰ محصلان فارغ شول.

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۲۹مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۲۴مې نیټې سره برابره وه، د شيخ زايد پوهنتون د کمپيوټر ساینس پوهنځي له دوو څانګو او د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پنځو څانګو څخه ۲۵۰ محصلان فارغ او د فراغت سندونه ورکړل شول.
په غونډو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـانـ.ـي، د پوهنتون علمي څېړنو او محصلانو چارو مرستيالانو، د پوهنځيو رئیسانو، استادانو، فارغو محصلانو او د دوی خپلوانو ګډون کړی و.
د پوهنتون رهبري، د اړوندو پوهنځیو رئيسانو او استادانو په خپلو هڅونکو ویناوو کې د معاصرې ټکنالوژۍ ارزښت، خپل افغاني کلتور او فرهنګ د ساتلو، د ژبو په ارزښت، ټولنې ته په اخلاص د خدمت وړاندې کولو، نورو زده کړو ته د لا دوام ورکولو، لارښوونې او د فراغت مبارکۍ وړاندې کړې.
په پای کې د ټولو محصلانو په نماینده ګۍ دوو تنو محصلانو عزت الله محمدي او محمد زاهد لخوا د خپلو استادانو، والدینو او دوستانو څخه مننه او قدرداني وکړه، چې له دوی سره په څلور کلنه دوره کې مله او د دوی سره یې هر ډول ستونزې او مشکلات برداشت کړي دي.
غونډې فارغو محصلانو ته د تصدیق پانو په ورکولو او د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیدې.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت