د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د مسلکي راپور لیکنې په برخه کې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۴:۳۵
بیبرلرذابلد

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې میاشتې لومړۍ، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفرالمظفر میاشتې له ۲۹مې نیټې سره سمون لري، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي د درېیم ټولګي محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه (د مسلکي راپور جوړښت او په رسنیو کې د اېډېټر دندې) تر عنوان لاندې، دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د دغه ورکشاپ په ترڅ کې به چې د شيخ زايد راډیو مسؤلینو لخوا وړاندې کېږي، په رسنیو کې د اېډېټر دندې، ځانګړنې، نویو خبریالانو او پروډیوسرانو سره پر مشورو سربېره د مسلکي راپور پر لارو چارو او ټاکلو اصولو په عملي ډول بحث ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې د شيخ زايد راډیو مسؤلینو لخوا د ژورنالېزم محصلانو د عملي وړتیاوو لوړولو په موخه له دې وړاندې هم بېلا بېل روزنیر ورکشاپونه ورکړل شوي دي او په راتلونکي کې به هم دا لړۍ دوام ومومي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

برای شفاخانه تدریسی دواها ''دارو'' به ارزش پنج و نیم میلیون افغانی خریداری شد.

برای شفاخانه تدریسی پوهنتون شیخ زاید، ۱۴۹ قلم دوا به ارزش پنج و نیم میلیون افغانی خریداری گردید. در این دواهای خریداری‌شده، انواع مختلف دوا شامل است که با آن، دواخانه شفاخانه تدریسی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۴:۵۰
Background image
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۰:۵۸
Background image

ریاست تضمین کیفیت و اعتباردهی وزارت محترم تحصیلات عالی در سال ۱۴۰۲ هـ.ش پوهنتونهای معتبر کشور را بررسی و ارزیابی نمود

 که از جمله پنج پوهنتون معتبر کشور، اعتبارعلمی و اکادمیک خویش را بدست آورد، که خوشبختانه پوهنتون شیخ زاید در بین این پنج پوهنتون معتبر و بزرگ نیز جای دارد. بنا براین اساس در یک مجلس. . .

BACK TO NEWS