د بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه داخلي ارزونه پیل شوه.
د شيخ زايد پوهنتون بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه د پوهنتون په کچه د معاونيتونو، پوهنځیو، اصلي کمېټو او آمريتونو داخلي ارزونه د کيفيت لوړونې د نوې ارزونې لړلیک له مخې پیل شوه.
ياده ارزونه د کیفيت لوړونې آمريت له لوري تر سره کېږي او درې ورځې به دوام وکړي.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفرالمظفر ۱۱مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د اسد څلورمه
۲۰۲۶ م کال د جولای ۲۶مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
