د وروستي کال محصلانو ته د کارموندنې په برخه کې سیمينار وړاندې شو.
د شيخ زايد پوهنتون د دوولسونو پوهنځيو د څلورمو ټولکيو محصلانو ته د غوره سي وي جوړونې تر عنوان لاندې سیمينار وړاندې شو.
په ياد سیمينار کې د سي وي جوړولو ارزښت، اهميت او ګټورتوب سربېره د سي وي جوړولو عملي لارې چاې او هغه برخې چې په سي وي کې بايد شاملې وي په تفصیل سره محصلانو ته وښودل شوې.
دغه سیمينار د محصلانو معاونيت له لوري برابر شوی و، چې د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل اکمال ناصر له لوري وړاندې شو.
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربيع الأول ۱۲مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې څلورمه
۲۰۲۶ م کال د اګست ۲۶مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
