د شرعياتو او کرنې پوهنځيو فراغت غونډې تر سره شوې.

szu_admin
ثلاثاء, يوليو 22 2025 4:07 مساء
ببلرذذبلاد

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۳۱مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۲۶مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون د شرعياتو پوهنځي له درېیو څانګو څخه ۵۴ محصلان او د کرنې پوهنځي له شپږو څانګو څخه ۹۰ محصلان فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په همدې موخه هغه دوه جلا غونډې چې نن ورځ د شيخ زايد پوهنتون امام ابوحنیفه او امام ابویوسف رحمهما اللّٰه تعالیٰ عنهما غونډو تالارونو کې را بلل شوې وې، چې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـانـ.ـي، د خوست جـ.ـهـادي مدرسې د احادیثو استاد شیخ الحدیث افضل حسین حسیني، د پوهنې رئیس مولوي فیض الله حقـ.ـاني، د امربالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اوریدلو رئیس شیخ الحدیث شرف الدین نقره کار، د پوهنتون علمي، محصلانو، مالي او اداري چارو مرستیالانو، علماء کرامو، پوهنځيو رئیسانو، استادانو، فارغو محصلانو او د فارغو شویو محصلانو خپلوانو ګډون کړی و.
غونډو ته ویناوالو په خپلو ویناوو کې د مبارکیو تر څنګ د شرعياتو او کرنې علومو په ارزښت، د مسؤلیت پېژندنه، په ټولنه کې د عدالت پلي کول، د خپلو والدینو او استادانو شکر اداء کول چې شپاړس کاله یې د زده کړو زمينه درته مساعده کړې وه، خپلو زده کړو ته دوام، ښه سلوک، څېړنو او مطالعې کولو په اړه ویناوې او هدایتونه وړاندې وشول.
غونډې فارغو شویو محصلانو ته د تصدیق پانو په ورکولو او د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیدې.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS