شیخ زايد پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست مسلکي کتونکو لخوا ارزونه پیل شوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۱:۱
321

نن ورځ یکشنبه د ۱۴۰۲ هـ. ش کال د سلواغې مياشتې۲۹مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۷مې نيتې سره برابره ده، د شیخ زايد پوهنتون د اعتبار ورکولو د سند خوندیتوب ارزونه د پوهنوال غلام سخي حسني په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت د ټاکل شوي هيئت لخوا پیل شوه.

ناسته د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، یاده ناسته چې په همدې موخه د شیخ زايد پوهنتون مسلکي پراختيا مرکز کې کې رابلل شوې وه، د شیخ زايد پوهنتون محصلانو چارو مرستیال پوهنيار مجاهد همت يار راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د راغلي پلاوي مشر پوهنوال غلام سخي حسني هیله وکړه، چې یاده ارزونه په بریالیتوب سره پای ته ورسیږي.

په پای کې د شیخ زاید پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت آمر پوهندوی حسام الدين رحیمزي د شیخ زايد پوهنتون په اړه برابر شوي معلومات وړاندې کړل.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

BACK TO NEWS