ټولنیزو علومو پوهنځی تاریخچه

په (۱۳۹۱) لمريز کال کې تاريخ جغرافيې څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځی په چوکاټ کې د ديپارتمنت په شکل ومنل شو او د ټولنيزوعلومو پوهنځی په ۱۳۹۳کال کې د تاريخ جغرافيې او ټولنپوهنې فلسفې څانګو په رامنځ کولو د ښوونې روزنې له پوهنځي څخه بيله او خپلواکه پوهنځي شوه.

 د ډيرو ستونزو او نيمګرتياو برسيره يې نهو کلونو په اوږدو کې يې ډيرد پام وړ پرمختګونه هم درلودل او په تدريسي او ښوونيز بهير کې محصلانو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي، چې د نظري تدريس ترڅنګ په علمي برخې ته هم پاملرنه شوې ده او  هر کال او نږدې هر سمستر کې د محصلانو لپاره د علمي سفرونه، د استادانو او محصلانو له خوا د علمي سمينارونو د وړاندې کولو زمينه مساعده شوې ده.

ټولنيزو علومو پوهنځي تر دې مهاله له دواړو څخه څخه ۶۸۲ تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي او اوس مهال په دواړو څانګو کې (۲۸۶) محصلين په زده کړو بوخت دي.

<<<<<<<<<<<<<<<:

د پوهنځی رئیس

  د ټولنیزو علومو پوهنځي اداري او اکاډیمیک تشکیل 

د پوهنځی لرلید او رسالت

د پوهنځی استادان

د پوهنځی څانګې 

د پوهنځي استادانو علمي څیړنې

د پوهنځی کریکولم