خبرتیا!

szu_admin
اعلان

د اختصاصي (۱۴پاسانو) او شپې پوهنځيو د کانکور  آزموینو د ثبت نام ځانګړي فورمې شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت ته را رسيدلي دي، په شرايطو برابر داوطلبان کولی شي چې د روان کال حمل مياشتې له (۱۵مې) نيټې څخه د حمل تر (۲۴مې) نيټې پوري اړونده فورمې د محصلانو چارو معاونيت څخه ترلاسه کړي.
پاتې دې نه وي چې د انسټیټيوټ او ميخانيکي زده کړو فارغانو د نمرو فیصدي بايد له اتیا(۸۰)سلنې پورته وي او د دارالمعلمین فارغو ښوونکو لپاره فیصدي په نظر کې نه نيول کيږي.
د دې ترڅنګ تاسو ته بهتره معلومه ده، چې د ۱۴۰۰ هـ.ش کال د کانکور آزموینې ټولو نويو بریاليو محصلانو لپاره هم نوم لیکنه روانه ده، نو هغه اختصاصي (۱۴پاس) او شبانه محصلان چې په HEMIS سيستم کې د ډیټا د نشتون پر اساس له نوم ليکنې پاتې و، خبر ورکول کیږي چې سهار له اتو (۸) بجو څخه تر ۰۱:۰۰ بجې د نومليکنې په موخه محصلانو چارو معاونیت ته حاضر شي! 
                            درنښت
د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت

ورستی خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۵:۳۶
Background image

دشیخ زاید پوهنتون اړوند ترانسپورتي وسایلو پارکینګ په اړه:

د شیخ زاید پوهنتون اداره د محصلانو مراجعینو ترانسپورتي وسایط پارکینګ د (3) مالي کالونو لپاره د مزیدې داوطلبۍ له لارې د شرطپآڼې او طرزالعمل مطابق په قراردادورکوي، که څوک ېې د قرارداد . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

روان(1402) کال  حوت   میاشتې(24) نیټې د ماذدیګر تر 3:30 بجو پوري د (3)قلمه مایع ګاز، اکسیجن او مبلائیلو  قرارداد چاپي شرطپاڼه

    دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه د روان(1402) کال  حوت   میاشتې(24) نیټې د ماذدیګر تر 3:30 بجو پوري د (3)قلمه . . .

Back to announcements