د طب پوهنځی تاریخچه

شیخ زاید پوهنتون طب پوهنځی

: طب پوهنځی په (۱۳۸۱ ) کال کې تاسیس شویده،  نوموړی پوهنځی (۵۵۲) تنه محصلین او (۳۷) تنه استادان لري. طب پوهنځی د محصلانو د عملي کارونو لپاره ځانګړی ۱۳۶ بستیریز روغتون، د محصلینو د تحقیقاتو لپاره ځانګړي کتابخانه او همدا شان ټولې تدریسي خونې یې په پروجکتورونو  سمبال دي. یاد پوهنځي په ۱۳۹۹ کال کې د خپلو چارو د ښه سمبالښت لپاره کمیټې لري، چې عبارت دي له: علمي شورا کمیټه، اداري شورا کمیټه، د نصاب او کریکولم کمیټه، د ځان ارزونې کمیټه، ستراتیژیک پلان کمیټه، د علمي تحقیقاتو کمیټه، تالیف او تر جمې کميټه،دOBE/SCL کمیټه،E- Learning کمیټه، د نظم او ډسپلین کميټه، د محصلینو شورا کمیټه او د بورسونو کمیټه. نوموړی پوهنځی دا مهال دوه لابراتوارونه لري، چې د محصلین یې د مختلفو څیړنو په موخه کاروي.

۱ـ د مایکروبیولوژي ، پرازیتولوژي او فزیولوژي لابراتوار.

۲ـ اناتومي، هستولوژي او لمبریولوژي لابراتوار.

پورته لابراتوارونه لا هم نمګړي دي، چې د بسیاینې لپاره یې هڅې راوانې دي. دغه پوهنځي کې په پښتو او دري ملي ژبو د تدریس چارې پرمخ بیول کیږي.

 د پوهنځی ریس

 

د پوهنځی استادانو مقالې

مقالې

 د پوهنځی لرلید او رسالت

ډیپارټمنټونه

د پوهنځی استادان

آنلاین لکچریو