د محصلانو چارو مرستیال

د محصلانو چارو مرستیال:

پوهنیار مجاهد همتیار

پوهنيار مجاهد همتیار

ګرځنده شماره: 0093773101026

بریښنالیکstudent.vc@szu.edu.afmujahed87hematyar@gmail.com

د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پیغام

درنو محصلانود لوی او متعال څښتن څخه ډېر شکر ګذار یم چې د خپل ګران هېواد د ځوان قشر د پوهې او روزنې په چوپړ کې یم او لوی څښتن راباندې د دې سپیلي خدمت لورینه کړې.

د شیخ زاید پوهنتون  محصلانو چارو معاونیت دې ته ژمن دی چې د ځوان قشر علمي پرمختګ او په ترڅ کې د یوې سالمې او روښانه علمي فضا په منځ ته راوړلو کې خپلې ټولې هڅې په کار واچوي او د هېواد ټولو محصلانو هرې ستونزې ته پروخت ځواب ووایي. د شیخ زاید پوهنتون  محصلانو چارو معاونیت به ټولې هغه علمي او اداري طرحې او پروګرامونه چې د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنتون د رهبرۍ لخوا په واک کې ورکول کېږي، د ټاکلي پلان سره سم عملي کوي، د دې ترڅنګ به زمونږ هڅه دا وي چې د پوهنتون له رهبرۍ او د لوړو زده کړو وزات په تعاون پردې وتوانېږو، چې د خپلو ګرانو محصلانو لپاره په داخل او خارج کې زده کړییز لنډ سکالرشیفونه او روزنیز ورکشاپونه پیدا کړو او دوی ته د موډرنو او معیاري زده کړو زمینه برابره کړو، ترڅو د خپل هېواد د سمسورتیا او رغونې لپاره نوې ثمره په لاس راشي، زمونږ به تل دا هڅه وي، چې د هېواد ځوان محصلان په اسلامي او وطني روحیه سمبال کړو او د دوی ترمنځ د هرډول بې تفاوتۍ او بې انصافۍ مخه په پوره توان سره ډب کړو؛ له سمتي، ژبني، قومي او سیاسي  اختلافاتو څخه یې لرې وساتو.

په اخر کې له خپلو درنو محصلانو غونښتنه کوم چې د وخت ضایع ته پام وکړي او ټوله توجه خپلو درسونو ته واړوي، مطالعه وکړي، د کنجکاوۍ او څېړنې حس په ځان کې پیاوړی کړي او د ټولو شته فرصتونو نه سالمه ګټه پورته کړي، د دې ټولو هڅو پایله به انشاءالله داوي چې په راتلونکې به د یو باثباته هېواد او  ټولنې شاهدان یو.

 

<<لرلید رسالت او ارزښتونه