د اعتبار ساتنې د چوکاټ معيارونو توضيح درې ورځنی سیمينار پای ته ورسېد.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۴:۲
dfgh

 

نن پنجشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د زمري مياشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د صفرالمظفر مياشتې ۴مې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رياست له لوري د اعتبار ساتنې د چارچوب معيارونو د توضيح درې ورځنی سیمينار پای ته ورسېد.

د سيمينار درېیمه ورځ د اجنډا مطابق د قرآن الکريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت څخه وروسته، د پوهنځیو په سطحه د سند ساتنې اول، دویم، درېیم، څلورم، پنځم، شپږم، اووم، اتم، نهم او څانګو معيارونو توضیح د استاد پوهنمل محمد امين، پوهنمل دوکتور محمد داود احمدزي، پوهنمل دوکتور قدرت الله ځواک لخوا وړاندې شو، ورپسې د سیمينار ګډونوالو لخوا د پورته يادو معيارونو په اړه آزاد بحث تر سره شو، چې مهم معلومات پکې تبادله شول.

د سيمينار د پای په مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون علمي مرستيال پوهنيار نورالله حسين خېل د شیخ زايد پوهنتون د تضمين کیفیت په برخه کې د تېرې ربعې کړنو، لابراتورونو، علمي سفرونو، علمي تحقیقاتو، د لېسانس او فوق لیسانس برناموو، ستراتيژيک پلان اهدافو، تدریسي روغتون، دعوت او ارشاد په برخو کې لاسته راوړنو څخه په لنډ ډول يادونه وکړه او د وزات مقام د تضمين کیفيت او اعتبار ورکولو رياست له راغلي هيئت سره یې د شيخ زايد پوهنتون په نماینده ګۍ ځينې وړانديزونه او غوښتنې شریکې کړې، چې د راغلي پلاوي مشر مولوي عبدالروف فروتن لخوا یې لوړو مقاماتو ته د رسولو ډاډ ورکړل شو.

مراسم د دعاء په ویلو سره پای ته ورسيدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهندسي څانګې محصلانو پروژې وړاندې کړې.

د شیخ زاید پوهنتون انجینري پوهنځي مهندسي څانگې پنځم ټولگي محصلانو ترسره کړي پروژو د یوې غونډې په ترڅ کې وړاندې کړې.

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د نشه یي توکو ضررونو او مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي سیمينار ورکړل شو.

نن يکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د زمري میاشتې ۱۲مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفر المظفر میاشتې له ۹مې نیټې سره برابره ده، شيخ زايد پوهنتون کې د نشه یي توکو ضررونو او مخنيوي لارو چارو تر عنوان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۹:۸
Background image

د شیخ زاید پوهنتون خزاني سمستر درسونو د پیل خبرتیا!

د شیخ زاید پوهنتون ټولو محصلانو ته خبر ورکول کېږي، چې د روان ۱۴۰۴ هـ.ش کال خزاني سمستر درسونه د زمري میاشتې ۱۱مه نیټه، چې د شنبې ورځې سره برابره ده، رسماً پیلیږي.

له درنو محصلانو څخه. . .

BACK TO NEWS