د انجینري، ټولنيزو علومو او اقتصاد پوهنځيو څخه (۲۷۸) محصلان فارغ شول.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۴:۳۷
hjkl

نن یک شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د زمري مياشتې ۲۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د صفرالمظفر مياشتې له ۱۴مي نيټې سره سمون لري، يو ځل بيا د درېیو جلا غونډو په ترڅ کې د شيخ زايد پوهنتون له درېیو پوهنځيو د ټولنيزو علومو پوهنځي له دوو څانګو څخه (۳۵)، د انجینري پوهنځي له دوو څانګو برق او سېول څخه (۱۳۴) تنه او د اقتصاد پوهنځي له درېیو څانګو څخه (۱۰۹) تنه محصلان فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

uit

د اقتصاد پوهنځي د فراغت غونډې په مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو مرستيال پوهنيار مـ.ـجاهد همت يار په خپلو خبرو کې وويل:((په تېر وخت کې مصنوعي اقتصاد تجربه شوی، خو نتيجه یې نه ده ورکړې؛ نو راځئ حقیقي اقتصاد ته کار وکړئ تر څو هېواد په پښو ودرېږي، هر څوک که د دې هېواد د آبادۍ او پرمختګ په موخه خپل ورسپارل شوی مسؤلیت اداء کړي، نو دا بسنه کوي.))

نوموړي زياته کړه چې ډېر د خوښۍ ځای دی چې د شيخ زايد پوهنتون محصلان په زياته کچه په مختلفو برخو کې په دندو ګمارل شوي دي او د خپل هېواد لپاره په خدمت بوخت دي.

pol

د اقتصاد، ټولنيزو علومو او انجینري پوهنځیو رئيسانو په خپلو ویناوو کې د يادو پوهنځیو څخه فارغو شویو محصلانو او د هغوی خپلوانو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ ترڅنګ ځینې سپارښتنې هم وکړې.

د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنمل شرف الدین شرف د ياد پوهنځي لخوا رابلل شوې غونډه کې محصلانو ته وویل، چې ټولنه له تاسو څخه زياتې هیلې لري، هېواد په اقتصادي ډګر کې تاسو ته زياته اړتيا لري، خپل اقتصاد ته په ښه ډول کار وکړئ، ترڅو په دې برخه کې د نورو له محتاجیو څخه خلاص شو.

yuij

د ټولنيزو علومو پوهنځي رئیس پوهنمل سیف الله غروال په خپلو خبرو کې د دې پوهنځي څخه فارغو شویو محصلانو ته سپارښتنه وکړه چې ټولنيز علوم د ټولنې اساسي پوهه ده؛ نو خپل دې مسلک ته پوره درناوی ولرئ او د ټولنې د اصلاح لپاره یې وکاروئ، د خپلو اسلامي او ملي ارزښتنو په کلکه دفاع او ساتنه ستاسو مسؤليت دی.

ghjk

بل خوا د انجینري پوهنځي دوو تنو فارغو شويو محصلانو فیض عالم حیدري د سېول څانګې فارغ او صادق د برق څانګې فارغ محصل لخوا برابرې شوې پروژې، چې په ډېر ښه شان طرحه شوې وې د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړې.

په دې سره د شيخ زايد پوهنتون له ټولو یوولسو پوهنځیو څخه (۱۱۶۵) تنه محصلان فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول، شيخ زايد پوهنتون اداره په راتلونکي کې دوی ته د لا نورو برياوو هيله کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهندسي څانګې محصلانو پروژې وړاندې کړې.

د شیخ زاید پوهنتون انجینري پوهنځي مهندسي څانگې پنځم ټولگي محصلانو ترسره کړي پروژو د یوې غونډې په ترڅ کې وړاندې کړې.

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د نشه یي توکو ضررونو او مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي سیمينار ورکړل شو.

نن يکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د زمري میاشتې ۱۲مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفر المظفر میاشتې له ۹مې نیټې سره برابره ده، شيخ زايد پوهنتون کې د نشه یي توکو ضررونو او مخنيوي لارو چارو تر عنوان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۹:۸
Background image

د شیخ زاید پوهنتون خزاني سمستر درسونو د پیل خبرتیا!

د شیخ زاید پوهنتون ټولو محصلانو ته خبر ورکول کېږي، چې د روان ۱۴۰۴ هـ.ش کال خزاني سمستر درسونه د زمري میاشتې ۱۱مه نیټه، چې د شنبې ورځې سره برابره ده، رسماً پیلیږي.

له درنو محصلانو څخه. . .

BACK TO NEWS