د خوست ولایت مستوفي د شيخ زايد پوهنتون له رئيس سره ليدنه وکړه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۲:۴۹
مستوفي

تېره ورځ دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جوزا مياشتې ۲۶مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام مياشتې له ۲۰مې نیټې سره یې سمون درلود، د خوست ولایت مستوفي مولوي محمد عادل اکرام د شيخ زايد پوهنتون له رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حــ.قــاني سره چې د پوهنتون مرستیالانو ګډون درلود، د پوهنتون په رياست مقام کې ليدنه وکړه.

په ياده ليدنه کې د دواړو رياستونو تر منځ د ګډې همکارۍ او همغږۍ او همدارنګه د اړوندو چارو په ښه ډول تر سره کېدو په اړه خبرې وشوې او یو بل ته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۱
Background image

استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون ۴۰ تنو استادانو لپاره د «تحقیق اصول» تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز کورس پای ته ورسېد.
د یاد کورس د پای مراسمو ته د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون لایټینګ سیستم د ترمیم چارې د یو میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې.

د شیخ زاید پوهنتون عمومي سړکونو او چاپېریال د لایټینګ سیستم د ترمیم چارې د یو میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پیل شو.

د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو پوهنځيو ۴۰ تنو استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پیل شو.

BACK TO NEWS