د شیخ زايد پوهنتون دوولسو پوهنځيو محصلانو ته د اسلامي شریعت له نظره د افرادو اساسي حقوق او وجایب تر عنوان لاندې سيمينارونه پیل شول.

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وري ۲۳مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې له ۱۴مې نیټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون دوولسو پوهنځيو محصلانو لپاره د پلان مطابق اسلامي شریعت له نظره د افرادو اساسي حقوق او وجایب تر عنوان لاندې سيمينارونه پیل شول.
ياد سیمينارونه د محصلانو چارو معاونيت له لوري برابر شوي دي، چې دوولس ورځې به دوام وکړي او د شرعیاتو پوهنځي دوو استادانو؛ مولوي نقیب احمد متوکل او مولوي سید نور شاه حسیني لخوا به وړاندې شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت