د شیخ زاید پوهنتون تضمين کیفیت کميتې ناسته تر سره کړه.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۹ - ۱۶:۵۸
sa

 

نن د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د وري مياشتې ۱۶مه نيټه د شیخ زاید پوهنتون تضمين کیفیت کميټې خپله نوبتي ناسته د علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالطیف رحیمي په مشرۍ تر سره کړه.

asd
ناسته د قرآن عظیم الشان څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره یل شوه، ورپسې د تضمين کیفیت آمر ښاغلي عبدالرحمن د تېر ۱۴۰۱ هـ.ش کال په جريان کې د تضمين کیفیت په بهیر لنډه رڼا واچول شوه.
د کميتې غړو هر يو ښاغلي پوهندوی ریدي ګل همدرد، پوهندوی محمد شفیق مندوزي، پوهندوی صالح خان صالح او پوهنمل قدرت الله ځواک په خپل وار سره د څانګو دوره یي بيا کتنې او کلني څار ګزارشونو، د (۱۱) ګونو معیارونو پربنسټ د پوهنتون د ځان ارزونې ګزارش، د تضمين کیفیت او لوړونې د بهير په هکله د عامه پوهاوي یو ورځیني ورکشاپ او د وزارت مقام څخه د نوي فارمټ د تشریح په مورد د عامه پوهاوي د یو ورکشاپ د ترتیب په اړه په خپل وار سره خبرې وشوې.

qwe
په پای کې د کمیتې د غړو تر منځ آزاد بحث ترسره شو او د تضمين کیفيت په برخه کې د پوهنتون زیات پرمختګ په اړه لازم تدابیر ونيول شول.

as
نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ چې تېره ورځ پیل شوی و پای ته ورسېد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۷
Background image

محصلانو ته په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر سرليک لاندې سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون د ابوکر صديق رضی الله عنه غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر عنوان لاندې سيمينار. . .

BACK TO NEWS