د شیخ زاید پوهنتون خزانې سمستر ازموینې پیل شوې

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۹:۵۳
szu 1400 edu year first exam

نن ورځ(۱۴۰۰/۱/۱۵)لمریز لیږیز کال د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ شورا او د شیخ زاید پوهنتون د ازموینو عمومي کمیټې د پریکړې پر اساس خزانې ازموینې پیل شوې.

شیخ زاید پوهنتون ۱۴۰۰ لومړي سمیستر ازموینه

د ازموینې له صحنې څخه د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي، علمي چارو مرستیال پوهندوی شفیع ګل شفیقي، مالي او اداري چارو مرستیال فیض الله فیض، د محصلانو چارو مرستیال او د ازموینو کمیټې مسؤل پوهنیار محمد داود بابکرخیل لیدنه وکړه.

شیخ زاید پوهنتون۱۴۰۰ کال ازموینه

د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي او مل پلاوي د خپلي لیدنې په ترڅ کې ډاډ څرګند کړ، چې یادې ازموینې به د اړوند وزارت د ټولو قوانینو او لوایحو په مراعتولو سره په بشپړ شفافیت سره واخیستل شي.

ازموینې د محصلانو د استعدادونو ځپل نه، بلکې د استعدادونو راسپړل دي.د پوهنتون ادره په دې هڅه کې ده، چې بااستعداده محصلین وروزې او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۰
Background image

محصلانو ته د سایبري بریدونو په اړه سیمينار وړاندې شو.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ھ.ش کال د سرطان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۶ھـ.ق کال د ذوالحجة الحرام مياشتې له ۲۷مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو محصلانو ته د سايبري بريدونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۵۶
Background image

د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې خالي کادري بستونو لپاره د خارجي ژبې ازموینه واخيستل شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ‌ذوالحجة الحرام مياشتې ۲۷مې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې کمپیوټر ساينس،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۵۴
Background image

محصلانو ته د ازموینو پر مهال د اضطراب او ستړیا اړوند سیمينار ورکړل شو.

د ازموينې اضطراب داسې يوه پديده ده، چې ډېری افرادو تجربه کړې ده او دا يو طبيعي حس دی، چې زیات محصلان يې له ازموينې وړاندې تجربه کوي او هغه مهال د ازموينې د اضطراب په عنوان پېژندل کېږي،. . .

BACK TO NEWS