د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د جنوب ختیځ زون لپاره د یوناما مرکزي دفتر استازو ناسته ترسره کړه.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۱۰
داذلرزبلادذ

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم صاحب د ياد دفتر استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل. 
ياده ليدنه چې د شيخ زايد پوهنتون رياست مقام کې ترسره شوه، چې د یوناما جنوب ختیځ زون مرکزي دفتر استازو د پوهنتون له رهبرۍ سره د دوو اړخیزو همکاریو تر څنګ په یو شمېر نورو مسايلو خبرې وکړې او د دواړو خواوو له لوري يو بل ته د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفرالمظفر  ۲۸مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د اسد ۲۱مه
۲۰۲۶ م کال د اګسټ ۱۲مه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ چې تېره ورځ پیل شوی و پای ته ورسېد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۷
Background image

محصلانو ته په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر سرليک لاندې سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون د ابوکر صديق رضی الله عنه غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر عنوان لاندې سيمينار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۶:۱۸
Background image

د خزاني سمستر افتخاري شیوخو کرامو درسونه وړاندې شول.

د شیخ زايد پوهنتون استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته د شيوخو کرامو له لوري په بېلا بېلو دیني او اصلاحي موضوعاتو باندې په عمومي مسجد کې بيانونه وړاندې شول.
په يادو موضوعاتو کې د کورنۍ او. . .

BACK TO NEWS