د علماء کرامو فضیلت او د علم ارزښت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۵:۹
,,mkjnhbgnm

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې مياشتې ۲۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول مياشتې له ۲۳مې نيټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون ریاست مقام غونډو تالار کې د یوې ناستې په تر څ کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د علماء کرامو فضیلت او د علم ارزښت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

یاد سیمینار چې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري برابر شوی و، د شرعیاتو پوهنځي استاد مفتي محمد امین سعیدي لخوا وړاندې شو.

د شیخ پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت لخوا د پلان مطابق استادانو، محصلانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اصلاح او دیني مسایلو کې د پوهې زياتیدو په موخه اصلاحي غونډې په لاره اچول کېږي، چې تر دې دمه یې د يادو کارکوونکو د پوهې په لوړاوي کې مهم رول اداء کړی دی.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۱۷
Background image

د طبي تخصص نړيوالې ازموينې په اړه معلوماتي سيمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون امام ابو حنیفه رحمه الله غونډو په تالار کې د ډاکټر کليم الله وردګ لخوا د طبي تخصص نړيوالې ازموينې درې مرحلې معرفي کړې او د هرې مرحلې لپاره د چمتووالي منابع، مطالعوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۵۹
Background image

د اداري کارکوونکو ظرفيت لوړونې په موخه د کمپيوټر ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون ۳۱ اداري کارکوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د کمپيوټر او افس پروګرامونو یو مياشتنی ورکشاپ پیل شو.
ياد ورکشاپ د مالي او اداري چارو معاونيت اړوند کارکونکو چارو آمريت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۲:۵۱
Background image

د اسلام له نظره د زده کوونکي حقوق او استاد مسؤلیتونه تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت لخوا د خوست ولایت پوهاند عبدالحی حبیبي عالي لیسې زده کړيالانو ته د اسلام له نظره د زده کوونکي حقوق او استاد مسؤلیتونه تر عنوان لاندې یو ورځنی. . .

BACK TO NEWS