د لوړو زده کړو وزارت نشراتي مسؤلينو لخوا د پوهنتونو او دیني جامعاتو له آمرينو او مديرانو سره پر لیکه کنفرانس تر سره شو.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۱:۳۷
االبیرق

تېره ورځ شنبه د ۱۴۰۳هـ.ش کال سلواغې میاشتې شپږمه، چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۲۴مې نیټې سره یې سمون درلود، د لوړو زده کړو وزارت لخوا د هېواد پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو له نشراتي مسؤلینو سره د همغږۍ کنفرانس تر سره شو.

په یاد کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب، د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس انجینر حافظ روح الله روحاني، د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضياءلله هاشمي، د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست آمرینو، د هېواد پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو نشراتي مسؤلینو ګډون کړی و.

د قرآن الکريم څو مبارکو آيتونو له تلاوت وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په خپلو خبرو کې د وخت ارزښت، د پوهنتون له کړنو او بهیر څخه د خلکو خبرول د نشراتو مهم اصل یاد کړ، نوموړي زياته کړه چې راپورونه مو باید دقیق او د وزارت نشراتو مسؤلینو سره په همغږۍ وي.

د لوړو زده کړو وزارت نشراتو اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس حافظ انجینر روح الله روحاني، د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي، د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د نشراتو آمر صبغت الله سجاد او عامه اړیکو آمر مولوي عبدالحنان عزیزي خبرې وکړې، دوی ټولو د راپورونو په دقت، په خپل وخت نشرولو، راپورونو کې د نظام قوانینو او اصولو ته پاملرنه کول، په راپورونو کې د ولس اعتماد ساتل، د بې ځایه نشراتو څخه ډډه او یو شمېر نور هدایات د پوهنتونونو له نشراتي مسؤلینو سره شریک کړل او له مسؤلینو څخه یې په خپلو نشراتو کې د عملي کولو غوښتنه وکړه او په پای کې د پوهنتونونو نشراتي مسؤلینو لخوا یو شمېر پوښتنې تر سره شوې او معقول ځوابونه ورته وویل شول.

یاده دې وي چې د لوړو زده کړو وزارت په پلان کې لري چې دا ډول پر لیکه کنفرانسونه به د نشراتو مسؤلینو سره هره مياشت تر سره کېږي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۱
Background image

استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون ۴۰ تنو استادانو لپاره د «تحقیق اصول» تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز کورس پای ته ورسېد.
د یاد کورس د پای مراسمو ته د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون لایټینګ سیستم د ترمیم چارې د یو میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې.

د شیخ زاید پوهنتون عمومي سړکونو او چاپېریال د لایټینګ سیستم د ترمیم چارې د یو میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پیل شو.

د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو پوهنځيو ۴۰ تنو استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پیل شو.

BACK TO NEWS