د نصاب اړوند موضوعاتو د ښه تطبیق تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ داير شو.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۱:۲
یبقفل

سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د عقرب میاشتې ۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې ۲۶مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو پوهنځيو کې تازه ګمارل شویو استادانو لپاره (د نصاب اړوند موضوعاتو د ښه تطبیق) تر عنوان لاندې د ظرفيت لوړونې یو ورځنی ورکشاپ داير شو.

د ورکشاپ ګډونوالو ته د شيخ زايد پوهنتون علمي مرستيال پوهنیار نور الله حسین خېل په خپلو خبرو کې وويل؛ چې په تحصیلي مرکزونو کې نصاب د ملا تير حیثيت لري، که نصاب معياري وي او په ښه ډول تطبيق شي؛ نو په هغه صورت کې ټولنې ته په ښه ډول خدمات وړاندې کيدای شي، نوموړي ګډونوالو ته په ورکشاپونو کې په خپل وخت د ګډون سپارښتنه وکړه.

ياد ورکشاپ د شيخ زايد پوهنتون علمي معاونيت تر چتر لاندې د مسلکي پراختیا مرکز لخوا برابر شوی و، چې ۲۵ تنو استادانو پکې ګډون کړی و او د ټولنيزو علومو پوهنځي علمي کادر غړي پوهنوال زرولي صدیقي، د ښوونې او روزنې پوهنځي علمي کادر غړو پوهنوال عبدالتواب عزیزي او پوهندوی خان وزير عادل لخوا وړاندې شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۱۱
Background image

د شرعياتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا آمریت کې د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د څلورمو ټولګيو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۳
Background image

تدریسي روغتون سره د ۲.۶ ميليونو افغانيو په ارزښت د درملو مرسته وشوه.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون سره د خوست ولايت عامې روغتيا رياست له لوري د پنځه قلمه درملو، چې مجموعي ارزښت یې (۲،۶۴۶۸۸۰) افغانۍ دی مرسته وشوه.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو د څلورو استادانو په ملتيا کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

BACK TO NEWS