د پوهنتون له استادانو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وري ۲۳مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې له ۱۴مې نیټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسيم حــ...ـقـ..ـانـي د شيخ زايد پوهنتون له استادانو سره د همغږۍ غونډه تر سره کړه.
په ياده غونډه کې چې د شيخ زايد پوهنتون مرستیالانو، د ټولو پوهنځيو رئيسانو، آمرینو او استادانو ګډون درلود، د پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ...ــقاني په خپلو خبرو کې استادان دې ته را وبلل چې په پوره ژمنتيا او ليوالتیا سره خپلې دندې او مسؤلینو ترسره کړي، په خپل منځ کې اخوت او ورورګلوۍ لپاره کار وکړئ، د نـ..ـظـ.ـام فرامينو ته درناوی او په ځان یې عملي کړئ او په پوره شوق سره د سنتو اتباع وکړئ؛ تر څو له ښه او مطمئن ژوند څخه برخمن شئ.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت