د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته په شیخ زاید راډیو کې روزنیز ورکشاپ پیل شو.

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ثور مياشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالقعدة میاشتې له لسمې نیټې سره سمون لري، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي د لومړي ټولګي محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د (اډوبي اډېشن پروګرام کاري برخې) تر عنوان لاندې، دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو، چې په لړ کې به یې د اډوبي اډېشن پروګرام کاري برخې، غږ ثبت کول، کیفیت لرونکي غږ اېډېټ کول او په ټوله کې به د فایلونو په منظمه توګه مېکس کولو موضوعاتو باندې عملي کار ترسره شي.
دغه ورکشاپ د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي ریاست او د یادې راډیو مسؤلینو په هڅو برابر شوی دی او د اړوندو مسؤلینو لخوا وړاندې کېږي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي ریاست لخوا بېلا بېل روزنیز ورکشاپونه ورکړل شوي دي او په راتلونکي کې به هم دې ته ورته پروګرامونه دوام ولري.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت