د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي ۴۳ محصلانو ته د عملي زده کړو او کار تر عنوان لاندې پروګرام وړاندې شو.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۰:۱۲
asadfgh

په دغه پروګرام کې په عملي بڼه د تلویزیوني راپور جوړولو او د کاري ساحې جوړو شویو راپورونو عملي بېلګې، فوټو ژورنالېزم اړوند د مسلکي تصویر او ویډیو اخیستلو هنرونه او لارې چارې، راپور په جوړولو کې د کاري ساحې عملي تجربې، محصلانو پوښتنو ته ځوابونه او په عملي توګه د ژورنالېزم اړوند نورو موضوعاتو په اړه معلومات له محصلانو سره شریک شول.

یاد پروګرام د شیخ زاید پوهنتون محصلانو معاونیت د خدمتونو سمون او همغږۍ آمريت اړوند د رسنیو مرکز له لوري برابر شوی و، چې د خوست ملي راډیو تلویزیون خبریال سیف الله ظاهر لخوا پرمخ یوړل شو او د نظري درسونو ترڅنګ، په کاري ساحه کې د محصلانو د عملي کار ترسره کولو اړوند ستونزې پکې تر ډېره حل شوې.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۱
Background image

استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون ۴۰ تنو استادانو لپاره د «تحقیق اصول» تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز کورس پای ته ورسېد.
د یاد کورس د پای مراسمو ته د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون لایټینګ سیستم د ترمیم چارې د یو میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې.

د شیخ زاید پوهنتون عمومي سړکونو او چاپېریال د لایټینګ سیستم د ترمیم چارې د یو میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پیل شو.

د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو پوهنځيو ۴۰ تنو استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پیل شو.

BACK TO NEWS