د کمال خان بند د خوښیو نمانځلو په پار د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدې

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۴:۲۳
szu kamal khan ban syali

ېپرون ورځ دوشنبې (۹/حمل/۱۴۰۰) شیخ زاید پوهنتون کې د ۱۲ پوهنځیو ترمنځ د والیبال سیالۍ ، چې د کمال خان بند د خوښیو نمانځلو په پار د محصلانو چارو معاونیت لخوا په لاره اچول شوي وې ، پای ته ورسیدې.

یادو سیالیو پای لوبې ته د کرنې او ادبیاتو پوهنځیو ټیمونو لاره پیدا کړې وه، چې لوبه د کرنې پوهنځي په ګټه پای ته ورسیده.

د پای لوبې ګټونکی ټیم ته د محصلانو چارو مرستیال محمد داود بابکرخیل په لاس د بریا جام ډالۍ شو. ښاغلي بابکرخيل د لوبې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د کمال خان بند خوشالۍ د ټول هیواد لپاره خوشالۍ وبللې او له ټولو ټیمونو څخه یې مننه وکړه چې د لوبو جریان یې پرته د کومو ستونزو پای ته ورسوو.

ورپسې د مالي او اداري چارو مرستیال فیض الله فیض د محصلانو ترمنځ همغږي وستایله او د دا ډول لوبو او پروګرامونو لپاره یې د حمایت ډاډ څرګند کړ.

د کرنې پوهنځي د والیبال ټیم کپتان محمد یوسف رحماني د ټورنمنټ غوره لوبغاړي په توګه مډال خپل کړ.

د یادولو وړ ده چې د شیخ زاید پوهنتون ادارې لخوا د کمال خان بند په تړاو د لوبو تر څنګ علمي بحثونه، سیمیارونه او مقالې وړاندې شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۳۵
Background image

ورزش د اسلام له نظره علمي سيمينار وړاندې شو.

په دغه سيمينار کې چې د شيخ زايد پوهنتون د دوولسو پوهنځيو څخه ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د اسلام له نظره د ورزش اهميت او احکام د قرآن او احادیثو له نظره وړاندې شول.

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتیا کابل ولایت ته پنځه ورځنی علمي سفر تر سره کړ.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته تمثیلي محکمه ترسره شوه.

د یادې تمثیلي محکمې لپاره په رابلل شوې غونډه کې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، خوست امنیت عامه دیوان رئیس مولوي انصار الله، محصلانو چارو مرستیال، استادانو او. . .

BACK TO NEWS