د کمپیوټرساینس پوهنځی ریس

پوهنیار نجیب الله سادات

szu2

 کمپیوټرساینس پوهنځی اداره پوهیږی چې کمپیوټرساینس په نړی کې خصوصا په افغانستان کې د زده کړی یوه نوی ساحه ده او د هر نوی کار په شان به د کمپیوټرساینس زده کړی هم  له ډیرو ستونزو سره مخامخ وي.خود خوشحالی ځای دی چې د پوهنځي د کارکوونکو د کلکې ارادې او زیات زیار په نتیجه کې اوس یو زیات شمیر بنیادی مشکلات حل شوی او ادارې هم خپله توجه د لا ښو کادرونو روزولو ته اړولی. مونږغواړو چې د یویشتمې پیړی تخنیکی او ټولنیزو ضرورتونو ته په کتو سره خپل نوی نسل داسې وروزو چې په مارکیټ کې د بشری قوی د تشې په ډکولو، د نوو کارونو په رامنځته کولو اود مختلفو تحقیقی پروژو په لارښوونه کې اغیزناک او پر ځای رول اداکړی شی. یاد هدف ته د رسیدو لپاره د پوهنځي اداره کوشش کوی چې په ټولګیو کې پر تدریس علاوه خپلو محصلانو ته د لابرتواری او ساحوی زده کړو لا ښه شرایط برابر کړی.

باید یادونه وکړو چې د کمپیوټرساینس پوهنځی نه صرف خپل محصلان په مسلکی زده کړو سمبالوی بلکې دوی ته ښایی چې څنګه زده کړی وکړی، څنګه فکر وکړی، د ژوند د حقیقی مشکلاتو سره په څه ډول مخامخ شی او په ټکنالوژی کې په ناڅاپی ډول د پیښیدونکو تغیراتو سره خپل ځان په څه ډول برابر کړی.

پدې هیله چې زمونږ دا کوششونه زمونږ محصلان د دې جوګه کړی چې زمونږ د پوهنتون،  هیواد او ټول انسانیت د فخر سبب وګرځی.