د شرعیاتو پوهنځی تاریخچه

د پوهنځی ریس

لرلید او رسالت

د پوهنځی څانګې

د پوهنځی استادان

د پوهنځی د دايمي او قرار دادي استادانو احصايوي ليست

د شرعیاتو پوهنځي نوی تحصلیي نصاب

د شرعیاتو پوهنځي په سطحه د څیړل شویو علمي آثارو لیست

د شرعیاتو پوهنځي په مختلفو کلونو کې د فارغ شويو محصلینو تعداد  او اول نمره ګان

د پوهنځی د چاپيريال ساتنې په برخه کې د محصلينو رول

 

شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو پوهنځی نوی تعمیر

د شرعياتو پوهنځي تاريخچه/ ۳                                                                 

د شرعياتو په پوهنڅۍ کې د « روح » حيثيت لري، د شرعياتو پوهنځی کله چې په ۱۳۸۱ ه‍‍ــ. ل کال کې افغانان پوهنتون د کوزې پختونخوا څخه جلالتماب ولسمشر ـ حامد کرزي په حکم سره خوست ولایت ته رانقل شو ،  نو د شرعياتو پوهنځی يې په خپل تشکليل کې درلوده ، چې نوموړي پوهنځی يواځې فقهي او قانون څانګه درلوده. د ځينو مشکلاتو پر اساس نوموړي پوهنځی د حقوقو اداره تجارت څانګو له يو ځای کېدو څخه يوه پوهنځی تشکيل شوه چې په ۱۳۸۹ ه‍ــ . ل کال کې د شيخ زايد پوهنتون په وړانديز هره يوه ځانګه په خپلواکه پوهنځی تبديل شوه. په دې سره د شرعياتو پوهنځی په مستقل ډول تر ننۍ نېټې ورځ تربلې نوښتونه او پرمختګونه کوي، چې په ۱۳۹۰ ه‍ــ. ل . کال کې دريم فارغ ورکوونکی ديپارټمنټ د اسلامي تعليماتو په نوم د وزارت مقام لخوا منظور او په ۱۳۹۱ ه‍ــ . کال کې مو عملاً په رسمي ډول پیل کړ.

د دې ترڅنګ درېیمه غير فارغ ده اسلامي ثقافت څانګه ده، چې استادان يې د پوهنتون شموله مضامينو تدريس پر غاړه لري، دا څانګه له لومړی ورځې څخه شتون لري اوس د پوهنځی په چوکاټ کې فعاليت لري او د استادانو تشکيل يې پر زياتېدو دی، شرعياتو پوهنځی اوس مهال(۲۰) تنه استادان لري، چې په روان کال کې به نوولس (۱۹) تنو نورو مسلکي او متخصص استادانو د جذب غوښتنه وشي،  د برحالو استادانو له جملې څخه اتلس (۱۸) کسه يې ماسټران دي،چې له نېکه مرغه درې تنه استادان د دوکتورا زده کړو لپاره تللي دي، او (۲) تنه نور د ليسانس تحصيلي درجې لري، چې اوس مهال په کابل کې د ماسټری په زده کړو بوخت دي، د شرعياتو پوهنځی مشرتابه په دوامداره توګه هڅې کوي، ترڅو د خپلو استادانو علمي سويې د لوړوالي په خاطر استادان ماسټرۍ او دوکتورا لپاره داخل او یا خارج ته ولېږي؛ څو د پوهنځی په مسلکي ډول ظرفيتونه لوړ شي، په همدې هيله.

123

د شرعياتو پوهنځي راتلونکې پلانونه

  1. شرعياتو پوهنځی به تل هڅه کوي، چې خپل استادان دکتوران کړي؛ څو د شرعياتو پوهنځی په داخل کې د ماسټرۍ برنامه ولري او د هېواد نورو پوهنتونو په څېر هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.
  2. د محصلانو د فراغت، زده کړو او لاسته راوړنو په برخه کی به پوهنځی زیاته پاملرنه وکړي؛ پوهنځی به په همېشني توګه هڅه کوي، چې د تدریس په کیفیت کې بهبود راولي او د محصلينو لاسته راوړنې به حمایت او تشویق کړي.
  3. دپوهنځی رييس او استادان به د تېر په څېر په منظم ډول خپلو دندو ته دوام ورکوي، قوانین او مقررات به حتی الوسع پلی کوي. او د پوهنتون د پرمختیا لپاره به هر اړخیزې هلې ځلې کوي، دا کار به په دوامدار ډول صورت نیسي.
  4. د شرعياتو پوهنځی لپاره به په راتلونکې کی لایق، په معیار پوره، وړ، ماسټر او دکتور استادان پيدا کوي.
  5. د اکادمیکې ازادۍ تطبیق به په پوهنځی کی ترویجوی او حمایت به یې کوي؛ البته د قانون په چوکاټ کې، استادان به د خپلو مسوولیتونو، مکلفیتونو او صلاحیتونو څخه خبر وي.
  6. د محصلينو لاسته راوړنې به د لوایحو مطابق په منظم ډول ارزیابی کېږي، ارزونې به په عادلانه ډول سرته رسېږي او د هر ډول تعصباتو پر ضد به مبارزه کېږي.
  7. محصلينو ته به لازمې مشورې ورکول کېږي او کوښښ به کېږي، چی کوچنیو، کوچنیو ګروپونو ته رهنما استادان وټاکل شي. په همدې ډول د صحت، رهایش او اسایش په برخه کې به دوی ته پاملرنه کېږي.
  8. د شرعياتو پوهنځی کتابتون به لا غني کوي؛ څو د محصلانو او استادانو د تحقيق په برخه کې اسانتياوې لا پراخه شي.
  9. پوهنځی به هڅه وکړي، چی د ټولنې د اړتياوو سره سم با کیفیته فارغين ټولنې ته وړاندې کړي؛ څو د ټولنې په درد وخوري او همدارنګه به په  هغو برخو کې تحقیق او ریسرچ ته تشویق شي، چی د ټولنې او ملي اقتصاد د منابعو ښکاروندویي وکړي.
  10. استادان به وهڅول شي چې نوښت او ابتکارات وکړي، تالیفات، ژباړې او علمي مقالې نشر کړي د تحقیق او ریسرچ په برخه کې فعاله ونډه واخلي او د نورو اثارو د جعل او کاپي کولو څخه ډډه وکړي.
  11. شرعياتو پوهنځی به هڅه وکړي، چې د پوهنتون او لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د عربي نړۍ له معتمدو پوهنځيو سره تواميت لاسليک کړي.
  12. شرعياتو پوهنځی په پلان کې لري، چې څېړنيزه او علمي مجله ولري؛ څو د استادانو علمي مقالې په همدې مجله کې نشر شي.
  13. شرعياتو پوهنځی په پلان کې لري، چې د محصلينو د وړتيا او استعدادونو د لا ودې لپاره تمثيلي محکمه او حقوقي کلينيک ولري.