د کیفيت لوړونې آمريت له لوري داخلي څار پیل شو.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۴
.,lkjhjhgnb

نن چهار شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۱۳مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون کیفيت لوړونې آمريت له لوري د داخلي څار لړۍ پيل شوه.

د څار په ياده لړۍ کې به د رياست مقام، معاونيتونو او آمریتونو د فعاليتونو شواهد وکتل شي او نیمګړتیاوې به یې د لا ښه والي په موخه د يادو ادارو سره شريکې شي، تر څو په راتلونکي کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمين کیفيت او اعتبار ورکولو ریاست د ارزونې لپاره په بشپړ ډول چمتو شي او پوهنتون پکې خپل سند خوندي کړي.

نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۷:۸
Background image

د وروستي کال محصلانو ته د کارموندنې په برخه کې سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون د دوولسونو پوهنځيو د څلورمو ټولکيو محصلانو ته د غوره سي وي جوړونې تر عنوان لاندې سیمينار وړاندې شو.
په ياد سیمينار کې د سي وي جوړولو ارزښت، اهميت او ګټورتوب سربېره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۵۴
Background image

د شيخ زايد پوهنتون کادري بستونو لپاره تخصصي ازموینه واخيستل شوه.

د يادې ازموینې پر مهال چې د شيخ زايد پوهنتون علمي، مالي او اداري مرستيالانو سربېره د لوړو زده کړو وزارت تقرر او ترفېعاتو رياست څخه راغلي پلاوي او د شيخ زايد پوهنتون د کادري ازموینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کورنيو چارو وزير خلیفه سـ.ـراج الدین حـ.قاني شيخ زايد پوهنتون کې د یوې لویې غونډې ګډونوالو ته وینا ترسره کړه.

د کورنيو چارو قدرمن وزير خلیفه سـ.ـراج الدين حـ.ـقاني د يوې لویې غونډې په ترڅ کې د شيخ زايد پوهنتون رهبري، استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته وینا ترسره کړه.

BACK TO NEWS