شیخ زاید پوهنتون کې د روان سمېستر وروستۍ آزموینې پیل شوې.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۹ - ۱۱:۳۶
e

شیخ زاید پوهنتون کې د روان سمېستر وروستۍ آزموینې پیل شوې.

نن شنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۶مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۱۳مې نيټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون کې د دویم سمېستر آزموینې رسماً پیل شوې.

a

د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست سید اسماعيل روحاني او محصلانو چارو مرستيال پوهنيار مجاهد همت يار په پوهنځيو کې د آزموینو له بهير څخه ليدنه وکړه، صحنې یې ښې و ارزولې او اړوندو مسؤلینو ته یې د آزموینو ښو اخیستلو سپارښتنې وکړې.

شیخ زاید پوهنتون رهبري تل د آزموینو د صحنو له نظم څخه د اطیمنان او ستونزو د حل په موخه څارنه کوي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۸
Background image

د پنجشېر پوهنتون محصلانو له شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه وکړه.

د پنجشېر پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګلیسي څانګې محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتيا د شيخ زايد پوهنتون له ژبو او ادبياتو پوهنځي، د پوهنتون له عمومي کتابتون، معلوماتي ټکنالوژي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۵
Background image

د جرمونو او قضیو په کشف کې د عدلي طب نقش او اهمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد سیمینار کې د عدلي طب پېژندنه، اساسي دندې، د ټپونو او صدماتو ارزونه، د جسد هويت پېژندنه، د مسموميت تشخيص، د افرادو د رواني او جسمي روغتيا ارزونه او نور اړوند معلومات وړاندې شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۵۸
Background image

تجارتي حکمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد یو ورځني سیمینار کې د تجارتي حکمیت پېژندنه، ارزښت، ډولونه، نړیوال او داخلي تجارت حکمیت، د تجارتي دعواوو د حل روشونه او داسې نور مهم موضوعات وړاندې شول.

BACK TO NEWS