شیخ زاید پوهنتون کې د ۱۴۰۰تحصیلي کال کانکور ازموینې لړۍ پای ته ورسیده

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۹:۱۴
szu tha last day of 1400 Kankor exam day

نن جمعه (۱۰/ثور/۱۴۰۰) د سږ کال لپاره شیخ زاید پوهنتون کې درې ورځنۍ د کانکور ازموینې لړۍ د درېیمې ورځې ازموینې په اخیستو سره پای ته ورسیده.

د پوهنتون رهبرۍ او کابل څخه راغلي پلاوي مشر پوهندوی دوکتور رحیم الله ځیرک د ازموینې له صحنو څخه د شفافیت او ستونزو ته د رسیدو په موخه لیدنه وکړه.

szu 1400 year Kankor exam  last day

د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار استاد محمد داود بابکرخیل په وینا، چې ددې ازموینې لپاره د خوست حوزې څخه د ۱۴ م پاسانو او ۱۲ م ټولګیو فارغانو په شمول ۵ زره ۶۰۳ کاندیدانو ثبت نام کړی وو، چې له دې جملې څخه یې یو زر ۴۶ ښځینه کاندیدانې، ۳۸۸ څوارلسم پاس، ۱۲۰ د شپې او ۱۵ دیني علومو ته ثبت شوي وو.

ښاغلي بابکرخیل زیاته کړه، چې پدې ازموینه کې تقریبا پنځه نیم زره کسانو ګډون وکړ، چې ۲ زره ۵۳۰ کسان به د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو پوهنځیو کې جذب شي.

دوکتور ځیرک د پوهنتون ادارې ترڅنګ له ټولو امنیتي ارګانونو څخه خوښي څرګنده کړه، چې په امنیتي اړخ کې یې پوره همکاري وکړه

د شیخ زاید پوهنتون رهبري د ټولو امنیتي ارګانونو، د کابل څخه راغلي پلاوي، د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې پدې مبارکه روژه کې یې دغه ملي پروسه په پوره روڼوالي سره پرمخ یوړه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۳۲
Background image

د شيخ زايد پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته دیني ـ اصلاحي یو ورځنی سيمينار وړاندې شو.

په ياد دیني ـ اصلاحي یو ورځني سيمينار کې د اسلامي نـ.ـظام پېژندنه، ارزښت او د نورو نـ.ـظامونو سره یې توپير، د مسلمانانو  ضعف لاملونه، د اتحاد او اتفاق ګټې او د تعصب زيانونه، د نفس تزکیه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۶:۱۲
Background image

د شيخ زايد پوهنتون څخه د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو ليدنه تر سره کړه.

د وردګ پوهنتون کرنې پوهنځي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتیا د شيخ زايد پوهنتون څخه د علمي سفر په ترڅ کې ليدنه وکړه.
د ياد علمي سفر په ترڅ کې محصلانو د شيخ زايد پوهنتون کرنې پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۱۱
Background image

د شرعياتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا آمریت کې د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د څلورمو ټولګيو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

BACK TO NEWS