د لوړو زده کړو وزارت د قرضونو او نا تکميل شویو پروژو څخه د ليدنې تخنیکي پلاوي د شيخ زايد پوهنتون له رهبري او اداري کارکونکو سره د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۸:۵۲
aa

په دې اړه هغه ناسته چې نن یکشنبه د ۱۴۰۲هـ.ش کال قوس مياشتې ۱۲مه نيټه د شیخ زايد پوهنتون رياست مقام کې تر سره شوه، د شیخ زايد پوهنتون علمي مرستيال سید اسماعيل روحاني، د لوړو زده کړو وزارت اداري او زيربنا رئیس قاضي عبدالعزيز عزیزي په مشرۍ راغلي لس کسيز هئیت غړو، د شیخ زايد پوهنتون اړوندو برخو کارکونکو برخه لرله.

یاد هئیت به د ا.ا.ا راتګ څخه وړاندې د لوړو زده کړو بنسټونو کې د نیمګړو پروژو، قراردادونو، مقروضياتو، تأميناتو او ضمانتونو په اړه شواهد را ټول او د دې وزارت له مسؤلینو سره شريک کړي، ترڅو د اجراء لپاره یې لازم اقدامات ترسره شي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۰
Background image

محصلانو ته د سایبري بریدونو په اړه سیمينار وړاندې شو.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ھ.ش کال د سرطان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۶ھـ.ق کال د ذوالحجة الحرام مياشتې له ۲۷مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو محصلانو ته د سايبري بريدونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۵۶
Background image

د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې خالي کادري بستونو لپاره د خارجي ژبې ازموینه واخيستل شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان مياشتې درېیمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ‌ذوالحجة الحرام مياشتې ۲۷مې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د پامير لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې کمپیوټر ساينس،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۵۴
Background image

محصلانو ته د ازموینو پر مهال د اضطراب او ستړیا اړوند سیمينار ورکړل شو.

د ازموينې اضطراب داسې يوه پديده ده، چې ډېری افرادو تجربه کړې ده او دا يو طبيعي حس دی، چې زیات محصلان يې له ازموينې وړاندې تجربه کوي او هغه مهال د ازموينې د اضطراب په عنوان پېژندل کېږي،. . .

BACK TO NEWS