د روان کال فراغتونو په دوام نن هم د شيخ زايد پوهنتون له دوو پوهنځيو څخه (۱۹۵) تنه محصلان فارغ شول.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۴:۱۲
fghh

 

نن سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د زمري مياشتې ۲۳مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د صفرالمظفر مياشتې له نهمې نيټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون له دوو پوهنځيو د کرنې له شپږو څانګو څخه (۱۰۱) او د شرعیاتو پوهنځي له دوو څانګو څخه (۹۴) تنه محصلان فارغ شول.

sffg

د شرعياتو پوهنځي فراغت غونډې لپاره د جوړو شویو مراسمو پر مهال د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مسلمين راشد، په خپله وینا کې فارغو شویو محصلانو او د هغوی خپلوانو ته د مبارکۍ تر څنګ په خپل ځان کې د غوره اخلاقو پیدا کول، د الله جل جلاله احکامو او نبوي سيرت ته درناوی، له فراغت وروسته خپلو ورسپارل کېدونکو مسؤلیتونو ته په پوره صداقت سره ژمنتیا په اړه لنډې او ارزښتناکې خبرې وکړې، چې په دې سره به ستاسو مسلک له برکتونو او فضیلتونو څخه ډک شي.

fghh

شيخ زاید پوهنتون تېره ورځ هم (۲۴۲) کادرونه ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۱
Background image

استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون ۴۰ تنو استادانو لپاره د «تحقیق اصول» تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز کورس پای ته ورسېد.
د یاد کورس د پای مراسمو ته د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون لایټینګ سیستم د ترمیم چارې د یو میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې.

د شیخ زاید پوهنتون عمومي سړکونو او چاپېریال د لایټینګ سیستم د ترمیم چارې د یو میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پیل شو.

د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو پوهنځيو ۴۰ تنو استادانو لپاره د تحقیق اصول تر عنوان لاندې شپږ ورځنی کورس پیل شو.

BACK TO NEWS