د کرنې پوهنځي لخوا محصلانو ته پر غنمو کرنيز تحقيقات پیل شول.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۱:۳۶
منتالبی

نن پنج شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربيع الثاني مياشتې ۲۸مه نېټې سره برابره ده، د شیخ زايد پوهنتون کرنې پوهنځي اګرانومي څانګې استادانو لخوا په څېړنیر فارم کې محصلانو ته د عملي زده کړو په موخه پر غنمو او وربشو باندې کرنيز تحقيقات پیل شول.

دغه تحقيقات د اګرانومي څانګې استاد پوهنمل محمد اسمعيل مقبل لخوا محصلانو ته د عملي زده کړو په موخه ترسره کېږي. د استاد په وینا چې د اګرانومي څانګې وروستي کال محصلانو ته د مونوګراف ليکلو تر څنګ موسم ته په کتو سره تحقيقي پروژې هم ورکول کېږي، چې په دې سره د نظري زده کړو تر څنګه عملي زده کړې هم تر سره کوي.

منتاذر

ښاغلی مقبل وایي، دغه تحقيقات به پر غنمو، وربشو او پر غنمو باندې د تورې او سپینې سرې تاثيراتو باندې تر سره شي.

محصلان خوښ دي چې د نظري زده کړو تر څنګ ورته د عملي زده کړو زمینه برابره ده.

د يادولو وړ ده چې څو اونۍ وړاندې د کرنې پوهنځي استادانو لخوا پر پيازو او پالکو باندې هم تحقيقات تر سره شوي و.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهندسي څانګې محصلانو پروژې وړاندې کړې.

د شیخ زاید پوهنتون انجینري پوهنځي مهندسي څانگې پنځم ټولگي محصلانو ترسره کړي پروژو د یوې غونډې په ترڅ کې وړاندې کړې.

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

د نشه یي توکو ضررونو او مخنيوي په اړه د عامه پوهاوي سیمينار ورکړل شو.

نن يکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د زمري میاشتې ۱۲مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفر المظفر میاشتې له ۹مې نیټې سره برابره ده، شيخ زايد پوهنتون کې د نشه یي توکو ضررونو او مخنيوي لارو چارو تر عنوان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۹:۸
Background image

د شیخ زاید پوهنتون خزاني سمستر درسونو د پیل خبرتیا!

د شیخ زاید پوهنتون ټولو محصلانو ته خبر ورکول کېږي، چې د روان ۱۴۰۴ هـ.ش کال خزاني سمستر درسونه د زمري میاشتې ۱۱مه نیټه، چې د شنبې ورځې سره برابره ده، رسماً پیلیږي.

له درنو محصلانو څخه. . .

BACK TO NEWS