شيخ زايد پوهنتون کې د وردگ لوړو زده کړو مؤسسې کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلانو علمي سفر پای ته ورسېد.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۴:۱۵
jhgfvc

د وردگ لوړو زده کړو مؤسسې کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي سیستمونو او انجینري شبکې څانگو ۱۸ تنو محصلانو د استاد عبدالرقیب همت تر لارښوونې لاندې شیخ زاید پوهنتون ته خپل درې ورځنی سفر پای ته ورساوه.

په ياد درې ورځني سفر کې د شيخ زايد پوهنتون له عمومي کتابتون، معلوماتي ټکنالوژي مرکز او همدارنګه د کمپیوټر ساینس پوهنځي له کتابتون او کمپیوټرلیب څخه هم لیدنه وکړه او د ياد پوهنځي په درسي لکچرونو کې یې هم ګډون وکړ.

د يادو برخو څخه د لیدنې پر مهال دوی ته د لارښود استادانو او مسؤلو کارکوونکو لخوا بېلا بېل معلومات ورکړل شول، چې د محصلانو لخوا کټور وبلل شول او د یاد سفر څخه یې خوښي څرګنده کړه.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

BACK TO NEWS