د کیفيت لوړونې آمريت له لوري داخلي څار پیل شو.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۳۴
.,lkjhjhgnb

نن چهار شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۱۳مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون کیفيت لوړونې آمريت له لوري د داخلي څار لړۍ پيل شوه.

د څار په ياده لړۍ کې به د رياست مقام، معاونيتونو او آمریتونو د فعاليتونو شواهد وکتل شي او نیمګړتیاوې به یې د لا ښه والي په موخه د يادو ادارو سره شريکې شي، تر څو په راتلونکي کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمين کیفيت او اعتبار ورکولو ریاست د ارزونې لپاره په بشپړ ډول چمتو شي او پوهنتون پکې خپل سند خوندي کړي.

نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۸
Background image

د پنجشېر پوهنتون محصلانو له شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه وکړه.

د پنجشېر پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګلیسي څانګې محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتيا د شيخ زايد پوهنتون له ژبو او ادبياتو پوهنځي، د پوهنتون له عمومي کتابتون، معلوماتي ټکنالوژي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۵
Background image

د جرمونو او قضیو په کشف کې د عدلي طب نقش او اهمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد سیمینار کې د عدلي طب پېژندنه، اساسي دندې، د ټپونو او صدماتو ارزونه، د جسد هويت پېژندنه، د مسموميت تشخيص، د افرادو د رواني او جسمي روغتيا ارزونه او نور اړوند معلومات وړاندې شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۵۸
Background image

تجارتي حکمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد یو ورځني سیمینار کې د تجارتي حکمیت پېژندنه، ارزښت، ډولونه، نړیوال او داخلي تجارت حکمیت، د تجارتي دعواوو د حل روشونه او داسې نور مهم موضوعات وړاندې شول.

BACK TO NEWS