د ټولنيزو علومو او اقتصاد پوهنځيو څخه ۵۰ محصلان فارغ شول.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
فراغت غوندّ

تېره ورځ دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۳۰مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۲۵مې نیټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي له درېیو څانګو او د اقتصاد پوهنځي شپې برنامې څخه ۵۰ محصلان فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

هغه غونډه چې په همدې موخه د شيخ زايد پوهنتون امام ابوحنیفه رحمه الله غونډو په تالار کې را بلل شوي وه، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـانـ.ـي، د علمي، محصلانو چارو او د علمي څېړنو مرستيالانو، د دواړو پوهنځيو رئیسانو، استادانو، د فارغو شویو محصلانو خپلوانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.

غونډې ته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـانـ.ـي په خپلو خبرو کې د فراغت مبارکي ورکړه او و یې وويل:((ستاسو کورنۍ ستاسو ته دې سختو حالاتو کې د علم زمینه برابره کړې ده، تاسې باید شکر اداء کړئ، اوس محصلان نه یاست؛ بلکې د ټولنې لپاره د خدمت مسؤلیت در غاړې ته شو.))

د پوهنځیو رئيسانو، استادانو په خپلو ویناوو کې د مبارکیو تر څنګ په ټولنه کې د ټولنيزو علومو او اقتصاد علم په ارزښت، د مسؤلیت احساس او د محصلانو لپاره د کاري فرصتونو را منځته کولو په اړه خبرې وکړې.

غونډه فارغو شویو محصلانو ته د تصدیق پانو په ورکولو او د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ چې تېره ورځ پیل شوی و پای ته ورسېد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۷
Background image

محصلانو ته په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر سرليک لاندې سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون د ابوکر صديق رضی الله عنه غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر عنوان لاندې سيمينار. . .

BACK TO NEWS