د شيخ زايد پوهنتون پنځو څانګو علمي فعاليتونه د لوړو زده کړو وزارت له لوري تاييد شول.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۱:۴۶
پوهنتون ارزونه

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د شیخ زاید پوهنتون د پنځو څانګو علمي فعالیتونه د تایید وړ وبلل شول او د راتلونکو پنځو نورو کلنو لپاره ورته د لا ښه فعالیت اجازه ورکړل شوه.
د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو  د ملي تګلارو له مخې د شیخ زاید پوهنتون د ( کیمیا، بریښنا، عربي، کرنیز اقتصاد او کرنیزه سوداګري) څانګو د تحصیلي برنامو دوره یي ارزونه تر سره شوه دا ارزونه د ځاني ارزونې راپور، اسنادو احصایوي معلوماتو، حضوري لیدنو، مرکو او د ذیدخلو لورو( اړوندو سکتورونو، استادانو، فارغانو او کار ګمارونکو) د نظریاتو پر بنسټ وه.
د ارزونې هیئت وموندله چې یادې څانګې د شیخ زاید پوهنتون د ستراتیژیکو اهدافو د تحقق لپاره ضروري او مهمې څانګې دي، چې ټولنه د یادو څانګو د فارغانو له کمښت سره مخ ده یادې څانګې چې د یو مجرب، مسلکي او متعهد ټیم لرونکي دي، د خپل ملي، علمي او ټولنیز رسالت د پلي کولو لپاره یې هڅې د ستایلو وړ دي، د یادو څانګو تعلمي پلانونه د اړوند پوهنځیو او پوهنتون د ستراتیژیک پلانونو سره همغږي دي،  نوی نصاب، درسي منابع، د کتابتون شتون، مجهز لابراتوارونه او د OBE-SCL د تګلارو تدریجي تطبیق د تدریس د کیفیت د ښه والي نښې بلل کیږي.
د محصلانو او استادانو نظریات:
د محصلانو د پوښتنپاڼو پایلې تر ډیره حده مثبتې دي، خو د مرکو پر مهال څرګنده شوه چې عملي کارونه، علمي سیرونه او لابراتواري فعالیتونه د اړتیا مطابق ندي تر سره شوي، استادانو هم د معیاري لابراتوار نشتوالی، د عملي تدریس محدودیت او د مکافاتو د سیستم نه تطبیق د تدریس د کیفیت پر وړاندې مهمې ننګونې بللي دي.
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري سپارښتنې.
په ټولنه کې د پورته څانګو د فارغ شویو محصلانو د لا مؤثریت په موخه لاندې سپارښتنې شوي دي.
- په ټولو څانګو کې دې د محصلانو تر منځ رقابتي پروګرامونو ته ځانکړې پاملرنه وشي
- د کیمیا او بریښنا څانګو لپاره د نویو او مجهرو لابراتوارونو جوړولو ته اړتیا شته.
- په پنځه ګونو څانګو کې د استادانو او محصلانو لپاره څیړنیزو کارونو او انټرشیپ برنامو ته اړینه پاملرنه وشي.
- په پنځه ګونو څانګو کې د نصاب نوي کولو او بشپړ تطبیق باید پاملرنه وشي.
- په پنځه ګونو څانګو کې د کورس پالیسۍ مطابق تدریسي چارو ته پاملرنه ضرور ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

د شيخ زايد پوهنتون پنځو څانګو علمي فعاليتونه د لوړو زده کړو وزارت له لوري تاييد شول.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د شیخ زاید پوهنتون د پنځو څانګو علمي فعالیتونه د تایید وړ وبلل شول او د راتلونکو پنځو نورو کلنو لپاره ورته د لا ښه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۲۷
Background image

د څېړنې ميتودولوژي تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد او خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو ته د څېړنو ميتودولوژي تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

BACK TO NEWS