د جیولوجیستانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د معدنونو ریاست او د شیخ زاید پوهنتون ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۱۱:۱۱
szu social science

تیره ورځ(۱۱ حمل ۱۴۰۰)چهارشنبه د جیولوجیستانو نړیوالې ورځې په مناسبت د امام ابوحنیفه رح د غونډو په تالار کې د ټولنیزو علومو اړوند د تاریخ او جغرافیې څانګې او د خوست ولایت د معدنونو ریاست سره د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک او د یادې ورځې په اړه سمینارونه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو له تلاوت وروسته وړاندې شول.

szu social science

په سمینار کې د پوهنتون علمي مرستیال شفیع ګل شفیقي، مالي او اداري مرستیال فیض الله فیض، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، د معدنونو رئیس لایق محمد او د یاد ریاست اداري کارمندانو او زیات شمېر محصلانو ګډون کړی و.

د استاد پوهنیار عصمت الله زیارد پیلیزې وینا وروسته، علمي مرستیال شفیقي په هیواد کې د جیولوجیستانو په ارزښت او ضرورت په تفصیل سره خبرې وکړې، د افغانستان د جیولوجي په تاریخي پس منظر یې رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان جغرافیه کې ۱۴۰۰قیمتي منرالونه موجود دي، چې له دې جملې څخه لاجورد یې شاوخوا ۴۵۰۰ کاله پخوا د یوې قیمتي تیږې په توګه پیژندل شوې وه. 

szu social science

ورپسې د معدنونو ریاست اړوند انجینر وکیل خان افتاب لخوا (د خوست ولایت جیولوجي) ترعنوان لاندې د منرالوجي په برخه کې، د ټولنیزو علومو پوهنځی استاد نظیرګل صدیقي د( ډبرو دوران) په برخه کې او د خوست دارلمعلمین رئیس او مشر استاد سید احمد شاه خالص د (جیوکرونالوجي) په برخه کې په زړه پوري سمینارونه ګډونوالو ته وړاندې کړل.

szu social science

د یادونې وړ ده، چې د شیخ زاید پوهنتون رهبري د پوهنتون د محصلانو د علمي ارتقاء په موخه، ورته ډول تفاهم لیکونه له نورو ریاستونو سره هم لاسلیک کړیدي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د ځوان نسل فکري روزنې په کتاب کې ازموینه واخیستل شوه.

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۴مه، چې د ۱۴۴۷هـ.ق کال د جمادی الأولی میاشتې له ۴مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونيت له لوري د ځوان نسل فکري روزنې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۱۰
Background image

د ميراث علم په اړه محصلانو ته د عامه پوهاوي سیمينار وړاندې شو.

تېره ورځ یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ميزان میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الآخر میاشتې له ۲۶مې نیټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت لخوا د بېلا بېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۵:۰
Background image

شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون کارکوونکو ته د لمانځه د اقامې فرمان تشریح لړۍ پیل شوه.

تېره ورځ دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ميزان میاشتې ۲۱مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الآخر میاشتې له ۲۰مې نیټې سره برابره وه، د دعوت او ارشاد آمریت مسؤلینو لخوا د شيخ زايد پوهنتون تدریسي. . .

BACK TO NEWS