د البیروني پوهنتون په اړه د خواشینۍ او تسلیت پیغام

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۱۰:۱۱
!انالله واناالیه راجعون

انالله وانا الیه راجعون

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د البیروني پوهنتون استادانو او محصلینو پر موټر چاودنه شوې، چې پکې د یاد پوهنتون دوه استادان شهیدان شوي او له ۱۵ زیات زخميان شوي دي
د شیخ زاید پوهنتون رهبري د البیروني پوهنتون رهبرۍ او د هېواد علمي او اکادمیکو مرکزونو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او پدې درانه غم کې ځان شریک بولي. د شیخ زاید پوهنتون رهبري شهیدانو ته د لوی ذات څخه جنت فردوس او زخمیانو ته د عاجلې شفاء غوښتونکې ده.

!اناالله واناالیه راجعون

پدې هیله چې په ټول هېواد کې سرتاسري سوله راشي او بیا ځلې دداسې پېښو قرباني نشو!

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۲۰
Background image

د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال لومړنۍ رهبري شورا ناسته تر سره شوه.

نن یکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري مياشتې نهمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې ۱۱مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

BACK TO NEWS