شیخ زاید پوهنتون کې د PDC د غونډو په تالار کې نن ورځ د تحقیق (څېړنې) په اړه درې ورځینی ورکشاپ دایر شو

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۱۲:۲۲
pdc33

نن ورځ د ۱۴۰۱ هـ.ل کال د میزان ۲ مه چې ۱۴۴۴ هـ.ق کال د صفرالمظفر ۲۶ نېټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون د P D C د غونډو په تالار کې د شیخ زاید پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالطیف رحیمي تر لارښونې لاندې د کیمي S PSS په اړه درې ورځینی ورکشاپ پیل شو.

opdc

د ورکشاپ ګډونوالو ته د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالطیف رحیمي د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د ورکشاپ ارایه کوونکو څخه مننه وکړه او په خپلو خبرو کې یې زیاته کړه، چې ټول استادان باید په دقیق ډول د یاد ورکشاپ څخه لازمه استفاده وکړي، دا چې په عین وخت کې د پوهنتون ټول استادانو ګډون ونه شو کړی، نو له استادانو څخه یې هیله وکړه، چې یاد ورکشاپ د ټولو پوهنځیو کې نورو استادانو ته هم دایر شي، پاتې دې نه وي چې یاد ورکشاپ کې ګډون کوونکي به په پوهنځیو کې د فرعي کمېټو په همکارۍ دېته ورته ورکشاپونه ترتیب او اریه کړي.

pdc2
pdc1

 

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 د خوست شیخ زاید پوهنتون فسبو ک پاڼې ته مراجعه وکړۍ!

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۸
Background image

د پنجشېر پوهنتون محصلانو له شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه وکړه.

د پنجشېر پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګلیسي څانګې محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتيا د شيخ زايد پوهنتون له ژبو او ادبياتو پوهنځي، د پوهنتون له عمومي کتابتون، معلوماتي ټکنالوژي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۵
Background image

د جرمونو او قضیو په کشف کې د عدلي طب نقش او اهمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد سیمینار کې د عدلي طب پېژندنه، اساسي دندې، د ټپونو او صدماتو ارزونه، د جسد هويت پېژندنه، د مسموميت تشخيص، د افرادو د رواني او جسمي روغتيا ارزونه او نور اړوند معلومات وړاندې شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۵۸
Background image

تجارتي حکمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد یو ورځني سیمینار کې د تجارتي حکمیت پېژندنه، ارزښت، ډولونه، نړیوال او داخلي تجارت حکمیت، د تجارتي دعواوو د حل روشونه او داسې نور مهم موضوعات وړاندې شول.

BACK TO NEWS