شیخ زاید پوهنتون کې د ۱۴۰۱ هـ.ل کال کانکور ازموینه پای ته ورسیده.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۷ - ۱۳:۲۸
szu KANKOOR EXAM

نن ورځ د ۱۴۰۱ هـ.ل کال د میزان میاشتې ۱۶ نیټه چې د ۱۴۴۴ کال د ربیع الاول میاشتې له ۱۲ نیټې سره برابره ده، شیخ زاید پوهنتون کې د کانکور ازموینې درې ورځینۍ لړۍ په پوره بريالیتوب سره پای ته ورسيده.

یاده ازموینه په ټول افغانستان کې په دريو پړاونو کې اخېستل کېږي، چې لومړی پړاو ازموینه یې هم مهال په ۳۳ ولایتونو کې له شاوخوا سل زره کسانو څخه واخېستل شوه، دویم پړاو ازموینه به یې د کابل ولایت مرکز او دریم پړاو ازموينه به د کابل ولایت ولسوالیو او په ولایتونو کې د کانکور ازموینې څخه د پاتې شویو کاندیدانو څخه واخیستل شي.

د شیخ زاید پوهنتون رهبري د ازموینې ملي ادارې له راغلي پلاوي سره یو ځای او په پوره همغږۍ سره د ازموینې په ښه او شفاف ډول ترسره کېدو کې هلې ځلې وکړې، چې دا دی لومړۍ پړاو ازموینه یې شیخ زاید پوهنتون کې په پوره بريالیتوب سره پای ته ورسيده.

د یادولو وړ ده، چې سږنۍ ازموینه کې د ټول افغانستان څخه شاوخوا یوسل او ۴۵ زره د دولسمو ټولګیو فارغین ګډون کوي، چې له جملې څخه به یې شاوخوا یوسل ۳۰ زره کسان لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړي، چې د خوست ولایت څخه هم په یاده ازموینه کې (۴۰۹۵) کسان ګډون کړی و.

پاتي د نه وي، چې شیخ زاید پوهنتون به له ټولو ولایتونو څخه تقرییاً تر (۴۰۰۰) څلورو زرو کسانو پوري جذب کړي.

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

۱۲۳۶

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۱۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون کادري بستونو لپاره ازموینه واخيستل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون امام ابو حنيفه رحمه الله غونډو په تالار کې د دې پوهنتون د بېلا بېلو څانګو مهندسي، تخنیکي علومو، عامه اړيکو، عمومي داخله، صغيره جراحي، عمومي جراحي، کرنيز اقتصاد او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۲۴
Background image

د بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه داخلي ارزونه پیل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه د پوهنتون په کچه د معاونيتونو، پوهنځیو، اصلي کمېټو او آمريتونو داخلي ارزونه د کيفيت لوړونې د نوې ارزونې لړلیک له مخې پیل شوه.
ياده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۲۰:۲۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون له يولسو پوهنځيو څخه ۹۲۰ تنه محصلان فارغ شول.

د شيخ زايد پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال عمومي فراغت غوڼدې شانداره مراسم ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۹۲۰ محصلان د بېلا بېلو څانګو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

BACK TO NEWS