د  فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست راغلي پلاوي د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي سره د ریاست مقام په دفتر کې ولیدل.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۸:۴۴
szu

نن ورځ ۱۴۰۲ هـ.ش کال د ثور میاشتې ۲۱مه نیټه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د شوال میاشتې ۲۰مې نیټې سره برابره ده، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست هیئت مشر ښاغلي مولوي نقیب الله مصلح او ورسره مل پلاوي د شیخ زاید پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ محمد یعقوب نیازي، د پوهنتون معاونینو او د پوهنتون استادانو سره ناسته ترسره کړه.

szu2


ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد ناکیم سعید لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ محمد یعقوب نیازي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او راغلي هیئت پلاوي ته یې ډاډ ورکړ چې د شیخ زاید پوهنتون ټول استادان، آمرین او مامورین پوره ژمن دي چې ټول فرامین، احکام او لوایح په اداراتو کې عملي کړي.
ښاغلي نیازي وویل ا میـ.رالمؤمنین شپه او ورځ د ملت سوکالۍ، امنیت، آبادۍ او ښیګړې په فکر کې مصروف وي نو افتخار ګڼو چې ټول فرامین، احکام  او د رهبرۍ هدایات عملي کوو.

123
د راغلي هیئت مشر ښاغلي مولوي نقیب الله مصلح د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست په تاریخچه او مسؤلیتونو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې یاد ریاست ټول فرامین، احکام او د رهبرۍ هدایات د افغانستان په ټولو وزارتونو، ادارو او په خصوصي سکتورونو کې څېړي، چې تر کومه عملي او یا نه دي عملي شوي، د نه عملي کیدو په صورت کې اړوندو ادارو ته استعلامونه ورکول کیږي. ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

szu
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۱
Background image

د ځمکې ژوندي کول د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سنت تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو اشر پیل شو.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، په شیخ زاید پوهنتون کې (د ځمکې ژوندي کول د پېغمبر صلی الله علیه وسلم. . .

BACK TO NEWS