د ژبو او ادبیاتو پوهنځی ریس

د پوهنځي د رييس پېژندنه

د شيخ زايد پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي اوسنی رييس ښاغلی پوهنمل هادي الرحمن هادي دی. هادي الرحمن د سیف الرحمن زوی دی چې پر (۱۳۶۲ل) کال د خوست ولايت صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. په (۱۳۸۲ل) د خوست ولايت له یعقوبیو عالي لېسې فارغ شو. کادري زده‌کړې يې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې وکړې چې پر (۱۳۸۷ل) کال د ياد پوهنتون له ژبو او ادبياتو پوهنځي، انګلیسي څانګې څخه فارغ شو.

ښاغلی هادي الرحمن هادي د خپل خدای ورکړي استعداد او وړتيا له مخې بېرته په ژبو او ادبياتو پوهنځي انګلیسي څانګه کې په (۱۳۸۷ل) د علمي کادر په توګه ومنل شو. د خپلو تدريسي بوختياوو سربېره يې د ماسترۍ تر کچې خپلې زده‌کړې ورسولې. د ماسترۍ سند يې د چین خوبې پوهنتون له ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګلیسي څانګې څخه په (۱۳۹۹ل) کال واخيست. د ښاغلي هادي الرحمن هادي علمي رتبه پوهنمل او  له (۱۴۰۰ل) کال راپدېخوا د ژبو او ادبياتو پوهنځي رييس دی چې د ياد پوهنځي پر رهبرۍ سربېره د تدريس چارې هم پر غاړه لري.

تر دې دمه ښاغلی پوهنمل هادي  ټولټال اته مطبوع علمي اثار لري او د تجربو د شريکولو او غني کولو په پار يې د هېواد په کچه په لوړو او معياري سيمنارونو کې ګډون کړی دی. پوهنمل هادي په مورنۍ ژبې پښتو سربېره په ( انګليسي، اردو او دری) ژبو روانې خبرې کوي.

د پوهنځي رييس پيغام:

د ژبو او ادبياتو پوهنځی په داسې حالت کې تاسيس شو، چې له هرې خوا يې ورته ستونزو په ګريوان کې لاسونه اچولي وو. د ځای نشتوالی که يې يوه ستونزه وه، د علمي کادرونو نه شتون يې بله اساسي او لويه ستونزه وه؛ خو د ياد پوهنځي د بخت بېړۍ د بريا ساحل ته ځکه سلامته ورسېده چې د رهبرۍ پړي يې د ژمنو ماڼو ګانو په لاسونو کې وو. د بشپړې ژمنتيا په شتون او د خواريکښو علمي کادرونو د هڅو په پايله کې دا دی اوس د خدای شکر دی موږ د ادب او ژبو د زده‌کړې يو معياري مرکز او پوهنځی لرو.

د ژبو او ادبياتو پوهنځي مشرتابه، اداره او علمي کادرونه په ډېر ورين تندي خپلو مراجعينو او درنو محصلينو ته له هر ډول سيمه‌ييز توپير او تبعيض پرته معياري خدمتونه وړاندې کوي او تل د ګرانو هېوادوالو په چوپړ کې ده. دا زموږ لپاره د وياړ او افتخار ځای دی چې په داسې يو علمي او اکاډيميک ماحول کې د خپل هېواد درنو ګلاليو زلميو ته د علم او روښنايۍ ډيوې په لاس ورکوو او دوی يې د خپل ګران وطن د ابادۍ او سمسورتيا په پار خوروي. موږ ژمنه کوو چې دلته به په ملي او اسلامي روحيه سمبال داسې علمي کادرونه روزو چې د ګران هېواد په فکري بيارغونه کې به بارز رول ولري. پر دې سربېره ياد پوهنځی دا خپل مسوليت او رسالت ګڼي چې د ژبې او ادب د تدريس او زده‌کړې تر څنګ داسې علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي چې په علمي او عملي ډګر کې د حساب هستۍ وي او زموږ سترګې پرې لوړې وي. موږ ستاسو مرستو، مشورو او همکاريو ته اړتيا لرو، تر څو لا هم خپل خدمات پرې معياري او له کيفيته ډک کړو. له خپلو ګرانو هېوداوالو په خورا درنښت هيله کوو، چې د خپلو بچو په تعليم، تحصيل او روزنه کې قربانۍ ورکړي او خبلې ټولنې ته سالم کادرونه وړاندې کړي. د ژبو او ادبياتو پوهنځي اداره او درانه علمي کادرونه د ټولو درنو هېوادواولو په خدمت کې دي او تل به وي. خدای مور راوله.

 

کورپاڼه