د انجينري پوهنځي سيول څانګې څخه (۸۰) تنه محصلين فارغ شول.

szu_admin
ثلاثاء, نوفمبر 28 2023 11:16 صباحا
123

نن پنجشنبه ۱۴۰۲ هـ.ش کال د قوس مياشتې ۲مه نيټه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د جمادي الاول مياشتې ۹مې نيتې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون انجينري پوهنځي سيول څانګې څخه (۸۰) تنه محصلان فارغ شول.

په دې موخه هغه ناسته چې د پوهنتون امام ابو حنيفه رحمه الله په تالار کې را بلل شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخواه، د شيخ زايد پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، د فارغو محصلانو خپلوانو او فارغېدونکو محصلانو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن عظیم الشان څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون علمي مرستيال سيد اسماعيل روحاني په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين او غوندې ته راغلو ټولو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ فارغو شویو محصلانو او د هغوی خپلوانو ته د فراغت مبارکي ورکړه.

m

ښاغلي روحاني د شيخ زايد پوهنتون په اړه لنډ معلومات او په تېرو دوو کالونو کې د پوهنتون لاسته راوړنو يادونه وکړه او زياته یې کړه چې شيخ زايد پوهنتون دا مهال د ډېرو تغيراتو او بدلونونو شاهد دی، د لوړو زده کړو وزارت د پلان مطابق کارونه پر مخ ځي او تل یې د لوړو مقاماتو غوښتنو او هدایتونو ته لبيک ویلی دی.

د انجينري پوهنځي رئیس پوهندوی ريدي ګل همدرد غونډې ته راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ فارغو شويو محصلانو ته د فراغت مبارکي ورکړه او ويې ويل چې نن ورځ مونږ یو ځل بیا (۸۰) کادرونه ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړل. نوموړي د انجينري پوهنځي په اړه لڼد معلومات وړاندې کړل او زياته یې کړه چې دا مهال د ټول هېواد په کچه په لویو پروژو کې کار کوي.

د خوست ولایت مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت په خپلو خبرو کې وويل، چې ديني او دنياوي علم دواړه ضروري دي، خو دیني علم د ټولو علومو اساس او بنسټ تشکيلوي، چې د دیني علومو په پام کې نيولو سره ټول علوم چې د انساني ژوند سره تړلي دي زده کړه یې ضروري ده.

m

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخواه په خپله وینا کې فرغېدونکو محصلانو، د هغوی دوستانو او د شيخ زايد پوهنتون رهبرۍ ته مبارکي ورکړه او زياته یې کړه؛ چې تاسو د خپل تخصص لومړۍ مرحله پای ته ورسوله او ستاسو ته د تخصص نورې مرحلې هم پاتې دي هغه ضروري تعقيب او خپل ځانونه په خپل مسلک کې ورسوئ.

m

نوموړي وويل چې تاسو بايد خپل تخصص ته د علم په نظر وګورئ، نه د کاروبار او د یو کسب په نظر، زمونږ او ستاسې کوښښ به دا وي، چې تل د خپل مسلک او علم سره تړلي پاتې شو، خپل مسؤليت یې وګڼو او هيڅکله په دې لاره کې د بې مسؤليتۍ احساس و نه کړو.

د يادو مراسمو په ترڅ کې د سيول څانګې محصلانو لخوا هغه پروژې چې د دوی له خوا ډيزاین شوي وې هم نندارې ته وړاندې شوې.

m

m

د غونډې په پای کې په فارغېدونکو محصلانو باندې تصديق پاڼې ووېشل شوې او غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسيده.

د يادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د ياد پوهنځي مهندسي څانګې څخه یو پنځوس(۵۱) تنو محصلانو د فراغت سندونه تر لاسه کړي وو.

 

Latest news

خميس, نوفمبر 20 2025 3:05 مساء
Background image

تـــمّ بنجـــاح شـــراء أدوية بقيمة خمسة ملايين ونصف المليون أفـــغانــــي، لصالح المستشفى التعليمي التابـــع لجامعة الشيخ زايد.

وقــد تـــمّ اقتناء (١٤٩) صنفا من الأدوية المتنوعة، بقيمة تقدّر بخمسةِ ملايين ونصف المليون أفغانـــي، وتشمل هـــذه الأدوية أصنافا متعددة تسهم فـــي تعزيز قـــدرة صيدلية المستشفى على. . .

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS